ټرمپ: له مادې بخښنه وغوښتل شي

ټرمپ وایي پلټنو د هغه د کمپاین او روسیې ترمنځ د رابطې لرلو ادعا ثابته نشوه کړې

ولسمشر ټرمپ وايي د هغه د انتخاباتي کمپاین د دفتر او روسیې ترمنځ په ممکنه اړیکو شاوخوا څلور میاشتني تحقیقات وشول، خو ادعا ثابته نشوه.

ښاغلی ټرمپ وايي له دغو پلټنو وروسته دې اوس له " مابخښنه وغوښتل شي". نوموړي په خپل رسمي ټویټر کې دا خبرې کړي دي.

نوموړي همدغه راز د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما هم تورن کړ چې د هغو استخباراتي راپورونه په اړه یې په وخت اقدام ونکړ چې ګنې روسیې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې مداخله کوله.

نوموړي همدغه راز د امریکا مخکني ولسمشر باراک اوباما هم تورن کړ چې د هغو استخباراتي راپورونه په اړه یې په وخت اقدام ونکړ چې ګنې روسیې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې لاسوهنه کوله.

هغه لیکلي چې ښاغلي اوباما ځکه په دې اړه لاس په کار نشو چې فکر یې کاوه هیلري کلنټن به انتخابات ګټي.

د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې ټرمپ فکر کوي چې روسیه به یوازینی هېواد نه وي چې ښايي په انتخاباتو کې یې مداخله کړې وي.

خو نه ولسمشر او نه یې هم ویاند دا خبره روښانه کړه چې ولسمشر اوباما باید د روسیې د مداخلې د مخنیوي لپاره څه اقدامات کړي وای.

ښاغلي سپایسر وویل "ولسمشرټرمپ باور لري چې شاید روسیې مداخلې کړې وي. شاید ځینو نورو هېوادونو هم د روسیې هومره او تر هغې کمه او زیاته مداخله کړې وي".

د سپینې ماڼۍ له ویاند څخه پوښتنه وشوه چې ایا ټرمپ په دې باور دی چې د استخباراتو معلومات ښيي چې د روسیې د مداخلې هدف د ټرمپ د بریالیتوب لپاره یوه هڅه وه . سپایسر وویل "ما هېڅلکه هم له هغه دا پوښتنه نه ده کړې".

د تېرکال په اګست کې سي آی اي وویل چې د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین د امریکا پر انتخاباتو د انټرنټني کمپاین امر کړی و چې د انتخاباتو ارزښت او هیلري کلنټن ته زیانمن کړي او له ټرمپ سره مرسته وشي.

د امریکا کانګرس د دغو ادعاو د ثبوت لپاره د امریکا له یو شمېر مخکنیو او اوسنیو لوړ پوړيو استخباراتي چارواکو څخه تحقیقات هم وکړل، خو اوس ټرمپ وايي چې دا ادعا ثابته نشوه.