د کډوالو په اړه د ټرمپ د فرمان په وړاندې د امریکایانو غبرګون
د اوو مسلمانو هیوادونو څخه د خلکو پر راتگ باندې د جمهور رئیس ټرمپ د اجرائیوي فرمان له امله پرون د امریکا هوایي ډگرونه د یوه ناڅرگند حالت سره مخامخ شول. په دې تصویر هغه: د شیکاګو ښار په هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي.
د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي.
د تکزاس ایالت د دالاس هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي.
د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي چې پر یوې لوحې یې لیکلي، موږ د یو بل حفاظت کوو.
د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي.
د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر کې پولیس د امنیت د ساتلو په حال کې.
د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د فرمان په وړاندې د اعتراض لپاره راغوڼډ شوي لاریون کونکي.
د متحده ایالتونو د کانګرس دوه غړي، نیډیا ولزکویز او جیرد نیدلر چې د نیویارک ایالت د کنیډي هوايي ډګر ته له خلکو سره د مرستو لپاره راغلي دي.
د متحده ایالتونو د کانګرس غړې نیډیا ولزکویز (چپ) له عراقي پناه غوښتونکي حمید درویش (ښي) سره د نیویارک په کینیډي هواي ډګر کې، چیرته چې ښاغلی درویش د څو ساعتونو لپاره توقیف شوی وو او بیا د اعتراضونو وروسته بیرته خوشې کړی شو.
عراقي پناه غوښتونکی، حمید درویش د نیویارک په کینډي هوايي ډګر کې له څو ساعتو توقیف ورسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال.