ټرمپ: پوټین نه دوست دی نه دښمن

جمهوررئیس ټرمپ ښي اړخ ته له جمهوررئیس پوټین سره، په ډاننگ کې داېپیک په سرمشریزه کې خبرې کوي؛ د نومبر ١١-مه ٢٠١٧ کال.

روسیه د ټرمپ - پوټین له غونډې نه د نړۍ وال حېثیت لاسته راوړلو تمه لري؛ غواړی په ختیځه اروپا کې ېې د گاونډيتوب حقوق ومنل شي.

دولسمشر ډانلډ ټرمپ الوتکه له برتانېې نه فنلډ ته روانه شویده چی هلته ددوشنبی په ورځ له روسي مشرسره ملاقات وکړي؛ تردې مخکې هغه وویل چی دې له دې سر مشریزې غونډې نه ډیرې تمی نلري.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ تیره اونۍ په مسلسل ډول په اروپا کې د امریکا د دودیزو دوستو هېوادونو له مشرانو سره په بروکسل او لندن کې وکتل. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې دروسیی له مشر ولادي میر پوټین سره ېې مجلس ښايي ترټولو اسانه وي.

له بل پلوه، د روسېې ولسمشر ولادي میرپوټین له ولسمشر ټرمپ سره د یو په یو مجلس لپاره په هېلسنکي کې ځان چمتو کوي. دروسېې سیاسی کتونکي وايی د مسکو تمی ددې غونډې د نتایجو په تړاو اوچتې ندي؛ خویوه مهمه مسله پکې شته ده او هغه داچی روسیه که په سمبولیک ډول هم وي بیرته د نړۍ وال سیاست ډگر ته له تجرید او انزوانه راستنیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

ټرمپ – پوټین سرمشریز ه - هېلسنکي

ټاکل شوېده چی د متحدو ایالاتو اوروسېې د مشرانو ترمنځ سرمشریزه غونډه ددوشنبی په ورځ په هیلسنکي کې وشی. داسی ښکاري چی داغونډه څه پاخه او ټاکلي مقاصد نلري.

خو ددې تمه کېږی چی دمتحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او دروسیی ولسمشر ولادیمیر پوټین به په پراخه مسایلو بحث وکړي.

په دغو پراخو مسایلو کې د اټومی وسلو کمښت، ایران، د سورېې جگړه چی امریکا وروسیه پکې د مخالفو قواوملاتړ کوي اویوشمیر نورمسایل شامل گڼل کېدی شي.

ولسمشرډانلډ ټرمپ هیلسنکي ته په سفر روان دی او سباته ددوشنبی په ورځ به دروسېې له ولسمشرولادي میرپوټین سره ملاقات وکړي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې ملاقات په اړه همدومره وویل: زه فکر کوم چې داښه کار دی چی له پوټین سره ملاقات وکړم.زه په مجالسو باورلرم.

د فنلنډ په پلازمینه هیلسنکی کې نن دیکشنبی په ورځ ددوشنبی دورځې د مجلس لپاره چمتووالی روان دی.د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوټین ترمنځغونډه به د فنلنډ د جمهوررئیس په یوه رسمی ا ستوگنځي کې وشی. امنیتی اقدامات ډیرکلک دی او نړۍ والې رسنۍ نن دیکشبنی په ماښام د ټرمپ او میلانیاټرمپ له رسیدلونه مخکې هلته هوايی ډگر ته رسیدلی دي.

د عامو خلکو له خوانه هم شیان چمتوشویدی. د ټرمپ سټریټ په نامه یوسړ ک باندی لوحه لگېدلی ده.

دیوې ورځپاڼې اعلان وايی: ښاغلی ولسمشر! دآزادو رسنیو ملک ته ښه راغلې. ورپسی د بشري حقونو یو اعلان د نړۍ والی عفوې له خوانه وايی: " بشري حقونه بیا عظمت ته ورسوه!

ایدا ویوو د هیلسنکي یوه اوسیدونکې وايي: زه هیله منه یمه چی دامجلس یوڅه ښه نتیجه ورکړی. خو زه فکرکوم چی دا د تبلغاتو خبره هم ده چی هغوی ملاقات کوی. هیله ده یوڅه پکې وشی.

د هیلسنکی ښار په مرکزې برخه کې دمظاهرو لپاره هم یوشمیر خلک ځانونه چمتو کوی.

دنړۍ والو شخړو په ډله کې د عراق، سورېې اولبنان د پروژې رئیس هکېلو وي من وايي: دیوې معاملی په تړاو داسی خبری او اوازې اوریدل کېږي چی روسان به ېې غم وخوري یا به ژمنه وکړي چی هېڅ یوه ا یرانۍ ملیشه او یا عسکر به اسرائیلو ته نیژدې نشی. داچی روسان داکار کولی شی او یابه داسې معامله وشي او کنه دا لا یوه پوښتنه ده.

په سوریه کې جگړه مخ په کمیدو ده ا و امریکا د ایران د نفوز کمول له جگړې نه وروسته سوریه کې خپل ستراتیژیک هدف گرځولی دی.

ولسمشراسد دروسېې او ایران د نظامی مرستې په مټ د سوریی شپېته فیصده خاوره نیولی او په سوریه کې ېې درژیم د بدلون مسله پایته رسولی ده.

د امریکا د عدلېې د وزارت مرستیال راډ روزنستاین د جمعی په ورځ خبریالانو ته درسمی تور له لگولو نه مخکېوویل د دسیسه بازانو مقصد داوچی دامر یکا پر ا نتخاباتواغېزه ولري.

یوشمیرتحلیل کوونکی وايی چی دامسله به د ولسمشر ټرمپ او روسی دولسمشر پوټین پر مجلس اغېزه ولری.

براین بیري په واشنگټن کې د اروپايی چارو خبریال وايي داکار دهغه لپاره مسایل لږ ستونزمن کوی، ځکه دعدلیی دوزارت رسمی تورونه په خاصه توگه دروسی پرچاوراکیو دي چی چا څه وکړل او کله ېې وکړل. نوځکه داد هغه لپاره داگرانوی چی ووایي ددې ثبو نشته چې مداخله شوېده.

یوشمیر جگپوړیو دموکراتانوله ولسمشرنه درخواست کړیدی چی پردولسو روسانو د تازه رسمی تورونو د لگېدلو له امله له ولسمشرپوټین ټاکل شوی مجلس فسخ کړي. یوه نامتوجمهوری غوښتونکی جان مکین هم دیته ورته خبره کړېده.

ټرمپ او پوټین تردې مخکې دوه ځلې د نړۍ والو غونډو په ترڅ کې په ضمني ډول سره کتلی دی. خو د هیلسنکی مجلس به دهغو اولنی رسمی مجلس وي.

له ولسمشرټرمپ سره د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د روسی له ولسمشر پوټین سره دهغه د بهرنیو چارو وزیر سرگې لاوروف ملگری دی.