ټرمپ: که هیوادونه طالبانو ته انعام ورکړي، له هغوی به غچ واخیستل شي 

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ویلي که ثابته شي چې نورو هیوادونو په افغانستان کې پر میشتو امریکايي ځواکونو د برید په هدف طالبانو ته انعام ورکړی وي، له هغوی به غچ واخیستل شي.

ښاغلي ټرمپ چې د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) په سپینه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزیر مصطفي الکاظمي سره خبري کولې مشخصه نکړه چې له طالبانو سره د کومو هیوادونو په انعام خبري کوي، خو له دې وړاندې روسیه او ایران، د امریکايي سرتیرو د وژلو په هدف طالبانو ته د انعام په ورکولو تورن شوي وو.

سي ان ان شبکې تیره اوونۍ راپور ورکړ معتبر اسناد لري چې ښيي ایران په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وژلو په هدف طالبانو ته انعام ورکړی دی.

د سي ان ان د راپور له مخې، له طالبانو سره د ایران د مرستې دلیل، د روان کال په جنوري میاشت کې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په هوايي برید کې د سپاه پاسداران د مشر جنرال قاسم سلیماني وژل کیدل دي.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې ایران طالبانو ته پیسې ورکوي ، خو ایران دا څرګندونې رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که طالبانو ته د هیوادونو د انعام د ورکولو مسله ثابته شي، هغوی به "هیوادونه" سخت وځپي.

څه وخت وړاندې د نیویارک ټایمز راپور چې ګواکې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو په اړه د روسیې له خوا طالبانو ته د انعام د ورکولو راپور ټرمپ ته ورکړل شوی ، په واشنګټن کې سیاسي غوغا جوړه کړه.

د نیویارک ټایمز له راپور وروسته، ټرمپ دا راپور په کراتو رد کړ او ویې ویل چې جعلي او ساختګي راپور دی او هدف یې ده او جمهوري غوښتونکي ګوند ته د زیان رسولي دي.