پخوانی سلاکار: ټرمپ له کودتا سره مخامخ دی

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پخواني نژدی ملگری او د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ لپاره لوړپوړی مشاور سټیو بینن وایي چې ولسمشر له کودتا سره مخا مخ دی.

ښاغلي بینن دغه خبره د رویټرز سره په یوې ځانگړې مرکې کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مقالې ته ( چې لیکوال یې نامعلوم دی ) په اشاره کړېده.

هغه رویټرز ته وویل "تاسو چې څه ولیدل، بیخې ډیره جدي خبره ده. دا په ادارو مستقیمه حمله ده. دا کودتا ده."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دغه مقاله د چارشنبې په ورځ خپره کړې وه او لیکلې یې و چې دا یو لوړپوړي چارواکي لیکلي ده خو نوم یې ځکه نشې څرگندولې چې دا به د هغه کار ته خطر پیښ کړي.

په دغه مقاله کې لیکوال وایي چې د ټرمپ د ادارې دننه ځینې کسان کوښښ کوي چې د هغه د ایجنډې د ځینو برخو سره خپل مخالفت وښیي.

سټیو بینن وویل چې تیر ځل د امریکا ولسمشر د کورنۍ جگړې په وختونو کې په دې ډول چیلنج شوی و چې کله جنرال جارج مکالین د ولسمشر ابراهام لنکن سره نښتې و.