ټرمپ د ټاکنو د پایلو د بدلولو د هڅې په تور محکمې ته حاضریږي

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اګست دریمه (زمري ۱۲) د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو د هڅې د تورونو په خاطر په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالي محکمې ته حاضریږي.

د محکمې د ودانۍ په شاوخوا سیمو کې لا له وړاندې امنیتي تدابیر سخت شوي او په سیمه کې د پولیسو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

تمه کیږي چې ټرمپ به محکمې ته د حاضریدو عادي بهیر ترسره کړي او د هغه د ګوتو نښې به واخیستل شي.

منصفه پلاوي په روانه اونۍ کې ټرمپ په څلورو تورونو تورن کړ، چې "د متحده ایالاتو غولولو لپاره دسیسه، د رسمي اقداماتو خنډول او د عادلانه ټاکنو له حق څخه د رایې ورکوونکو د محرومولو دسیسه" په کې شامل دي.

د پنجشنبې په ورځ، محکمې ته له حاضریدو څو ساعته مخکې، ټرمپ د هغه په وړاندې تورونه او د هغه د محاکمې پروسه د متحده ایالاتو د "عدلي نظام بې ساري تسلیح" وباله.

ټرمپ په خپله شخصي ټولنیزه شبکه، ټرمپ سوسیال کې لیکلي، چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال له ټاکنو وروسته به ډېر ژر د جمهوري غوښتونکو وار وي.

څارنوالانو ویلي دي چې ټرمپ په وار وار ادعا کړې چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، پداسې حال کې چې هغه پخپله پوهیده چې دا ادعا سمه نه ده. د څارنوالانو په وینا، ټرمپ همداشان د ایالتي ټاکنو پر مقاماتو او د هغه پر مرستیال مایک پنس فشار راوړی و چې داسې عمل وکړي چې هغه په واک کې وساتي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶مه په داسې حال کې چې مایک پنس د امریکا له وکیلانو سره د ټاکنو د پایلو د تائید لپاره حاضر و د ټرمپ شاوخوا ۲۰۰۰ پلویانو د واک د سوله ییز انتقال د مخنیوي په خاطر د متحده ایالاتو د کانګرس پر مقر برید وکړ.

له دې پېښې څو شېبې وړاندې ډونالډ ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې درغلۍ شوي او دا یې هم ویلي وو چې په انتخاباتو کې دده بریا غلا شوې ده.

خو ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته تل د ناسمو کارونو تورونه رد کړي او د خپلو دندو په اړه یې څېړنې سیاسي انګیزه بللې ده.

ټرمپ چې یو ځل بیا د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړی او تر اوسه د جمهوري غوښتونکو نوماندانو تر منځ مخکښ دی.

د اپریل په میاشت کې، ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ ټاکنو دمخه د سکسي فلمونو هنرمندې ته د پیسو ورکولو په اړه د سوداګریزو سوابقو د جعلي کولو د ۳۴ فقرو په اړوند محکمې ته حاضر شو، او وویل چې جرم نه دی.

د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د جون په ۱۳ په خپل کور کې د محرمو دولتي اسناد د ساتلو په تور په فلوریدا ایالت کې یوې فدرالي محکمې ته حاظر شو او ټینګار یې وکړ چې هغه "هیڅ خلاف کار" نه دی کړی.