د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د ډونالد ټرمپ د کابیني دوه وزیران او د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر تائید کړي دي.
له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د ۲۰ وزارتونو او لویو ادارو د کاندیدانو استماعیه غونډې پیل شوې دي او سناتوران هڅه کوي چې د نومول شویو کسانو برخلیک ژر معلوم کړي.
سي آی اي
د متحدو ایالتونو سنا په خپلې وروستۍ پرېکړې کې، مایک پمپیو، د امریکا د ملي استخباراتو ( سي آی ای) د مشر په توګه تائید کړ.
د ښاغلي پمپیو د تائید او رد غونډه د دوشنبې د ورځې په ماښام وشوه، چې ۶۶ سناتورانو د تائید او ۳۲ نورو د رد رایې ورکړې.
د سنا له تائید سملاسې وروسته ښاغلي پمپیو د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، مایک پنس، په لاس خپل هېواد او خلکو ته د وفادارۍ او خدمت لوړه وکړه.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا له سناتورانو غوښتي وو چې باید مایک پمپیورتائيد نکړي. د بشري حقونو د څار ډله اندېښنه لري که مایک پمپیو د دغې ادارې مشر شو، بشري حقونه به ډېر زیامن شي. پر هغه د مسلمانانو پر ضد د نفرت پاروونکو څرګندونو تور هم دی.
بهرنیو چارو وزارت
د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې، رکس ټیلرسن هم تائید کړ، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر شي. د هغه لپاره رایه اچونه هم د دوشنبې په ماښام وشوه، چې ۱۱ د تائید او ۱۰ در رایې ورکړې.
ټاکل شوې چې راروانه اونۍ به د سنا په عمومي غونډه کې د هغه د تائید او رد ټاکنه وشي. ښاغلی ټیلرسن د اکسن موبل د تیلو د شرکت مشر و، چې له روسیې او د روسیې له مشر ولاديمیر پوتین سره یې نژدې اړیکې لري.
ښاغلي پوتین یو وارې هغه د ملګرتیا په مډال هم ویاړلی و.
دفاع وزارت
تر دې مخکې سنا د جمعې په ورځ پخوانی متقاعد جنرال، جیمز ماتیز، د متحدو ایالتونو د دفاع د وزیر په توګه تائید کړی و. هغه په ۹۸ د تائید او یوه د رد رایه اخیستې وه. په سنا کې د نیویارک ډیموکرات استازي، کیرسټن ګیلبرنډ، لومړنی سناتور و، د ښاغلي ماتیز ته یې د رد رایه ورکړه.
کورني امنیت وزارت
سنا بل متقاعد جنرال، جان کیلی، هم د متحدو ایالتونو د کورني امنیت د وزیر په توګه تائید کړی دی.
هغه هم د دفاع د وزیر په څېر ۹۸ د تائید او یوه د رد رایه وګټله.