د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د جرایمو څېړلو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې اقدام ته په غبرګون کې د دغه بنسټ پر غړو د بندیزونو په لګولو سره هغوی او د کورنۍ غړي یې امریکا ته له سفر څخه منعه کړي دي.
د جرمنو نړیواله محکمې یا هاګ په افغانستان کې د امریکايي استخباراتو او نورو ښکېلو اړخونو لخوا د تر سره شوو بشریت ضد احتمالي جنایتونو د څېړنو په اړه هڅې پيل کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع، بهرنیو چارو،عدلیې وزیرانو او د ملي امنیت سلاکار د پنجشنبې په ورځ جون۱۱(غبرګولې۲۲) د ولسمشر ټرمپ د فرمان جزئیات او د صادرېدو د دلایلو په اړه معلومات ورکړل.
امریکايي چارواکو د جرمونو د نړیوالې محکمې چارواکي په طرف نیولو او پراخ مالي فساد تورن کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل:"موږ دغه څېړنې غندو، د جرمونو له نړیوالې محکمې سره خپل همکاري ځنډوو، او کوم کسان چې زموږ د پوځیانو د فعالیتونو د څېړنو په لټه کې دي، امریکا ته له وېزې ورکولو څخه یې محروم وو."
تر دې مخکې هم د امریکا متحده ایالاتو ګواښ کړی و که چیري د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د جنايي جرمونو د ادعاو په اړه څېړنې پيل کړي، ممکن متحده ایالات د دغه محکمې پر قاضیانو تحریمونه ولګوي.
د امریکا د فاع زیر مارک اسپر هم د ولسمشر ټرمپ اجرائیوي فرمان ته په اشاره وویل چې امریکا د روم تړون د غړي په توګه چې پر اساس یې د جرمونو نړیواله محکمه تاسیس شوې ده، نه ده او هیڅ کله به اجازه ورنه کړي چې د امریکايي سرتیرو په اړه د دغه بنسټ لخوا «نامشروع څېړنې» تر سره شي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبرایان هم د جرمونو نړیوالې محکمې اقدام«بې اساس، نامشروع او په عدالت ملنډې وهل» وبلل، هغه وویل:"د جرمونو نړیواله محکمه یو مات شوی بنسټ دی، او د یوې سیاسي انګېزې لرونکی دېوان دی چې په لوړه سطحه کې فساد او ناوړه چلند موجود دی."
ښاغلي اوبریان کوم ځانګړي هیواد ته له اشارې پرته وویل چې د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا متحده ایالاتو د دښمنانو لخوا مطرح شوي تورونه راخیستي دي.
د امریکا د عدلیې وزیر ویلیام بار هم وویل، په داسې حال چې امریکايي سرتیرو په افغانستان کې د تروریزم سره مبارزه کړې ده او په هغه هیواد کې د سولې ټینګېدو په هڅه کې دي، په دې اړه د جرمونو نړیوالې محکمې څېړنې د اندېښنې وړ دي.
هغه د جرمونو نړیواله محکمه یوه «سیاسي وسیله» وبلله چې په وینا یې یو شمېر بهرني لوبغاړي لکه روسیه له دغه بنسټ څخه د امریکا او ځینو نورو مقتدرو او ځواب ویونکو هیوادونو د بهرني سیاست په چارو کې کې د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بنسوده څلور کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د دغه محکمې له قاضیانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بد چلند د ادعاوو د څېړنو په اړه اجازه ورکړي، خو د روان کال په لومړیو کې د نوموړې دغه غوښتنه د یادې محکمې لخوا رد شوه.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ جوړه شوې ده، دا لومړۍ محکمه ده چې په نړۍ کې جنګي جرمونه او بشریت ضد تر سره شوي جنایتونه او نسل وژنې په اړه څېړنې کوي، افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د دغه محکمې غړی شو.