ټرمپ د کابینې درې نور غړي معرفي کړل

ټرمپ د پوهنې وزارت لپاره لینډا مک‌ماهن او د سوداګرۍ وزارت لپاره هاورد لوتنیک نومولي دي.

د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د نومبر په ۱۹مه نېټه، لینډا مک‌ماهن په خپل راتلونکي حکومت کې د پوهنې وزیره ونوموله.

مک‌ماهن د ټرمپ د تیرې دورې په مهال (له ۲۰۱۷ تا ۲۰۲۰) د کوچنیو کاروبارونو ادارې مشره وه او همدارنګه د غیږ نیولو په نړیوال تفریحي ادارې (WWE) کې د رهبرۍ اوږده سابقه لري.

ټرمپ د لینډا مک‌ماهن د نوماندۍ په اړه په یوې اعلامیې کې وویل: "لینډا به د رهبرۍ په برخه کې د خپلې څو لسیزې تجربې او د پوهنې او سوداګرۍ په اړه د خپلې ژورې پوهې پر مټ، نه یوازې د زده کوونکو راتلونکی نسل ځواکمن کړي، بلکې د تعلیم په برخه کې به متحده ایالتونو د نړۍ سر لارې کړي. همداراز، موږ به معارف بېرته ایالتونو ته وسپارو او لینډا به د دې هڅو مشري وکړي."

په ورته وخت کې، د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وویل چې هاورد لوتنیک یې د سوداګرۍ وزارت لپاره نومولی دی. ۶۳ کلن میلیارډر او د کانټر فیتس جیرالډ شرکت اجرائیوي رئیس (لوتنیک)، د ټرمپ د انتقالي ټیم غړی دی او د حکومت د لوړو څوکیو لپاره د کسانو په انتخاب کې یې مرسته کړې ده.

نوموړی همدارنګه د مالیې وزارت لپاره هم د احتمالي نوماندانو په ډله کې وو، خو د ټرمپ د ټیم په وینا، هغه دې څوکۍ ته و نه ټاکل شو.

که د امریکا د سنا مجلس د سوداګرۍ وزارت لپاره د لوتنیک نوماندي تایید کړي، هغه به د ټرمپ د اقتصادي او تجارتي پالیسيو په پلي کولو کې مهم رول ولوبوي.

منتخب ولسمشر ټرمپ د وارداتي توکو پر محصولاتو د لوړو تعرفو غوښتنه کړې، چې موخه یې په کور دننه د تولیداتو پیاوړتیا ده، خو ویل کیږي چې دغه اقدام په لنډ مهال کې به نه یوازې د توکو بیې لوړوي، بلکې د نړیوال اقتصاد ګډوډۍ ته هم لاره کړي.

هاورد لوتنیک، چې د کانټر فیتس جیرالډ شرکت اجرائیوي رئیس دی، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو پر مهال، خپل ۶۵۸ کارکوونکي له لاسه ورکړل. د دې شرکت دفترونه د نړیوال سوداګریز مرکز په شمالي برج کې د ۱۰۱م څخه تر ۱۰۵م پوړونو کې موقعیت درلود، چې د برید پر مهال په بشپړ ډول ویجاړ شول. په دې پېښه کې د یاد شرکت ۴۶ نور قراردادیان او مشتریان هم ووژل شول. د قربانیانو په منځ کې د لوتنیک ورور، ګیري لوتنیک، هم شامل و.

هغه وروسته د قربانیانو د کورنیو لپاره د مرستې صندوق جوړ کړ ترڅو د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې او نورو طبیعي پېښو زیانمنو لاس نیوی وکړي.

د سه شنبې ورځې په پای کې، منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ، ډاکټر میمیت آز د روغتیايي خدماتو د ادارې لپاره نوماند کړ. دغه اداره د حکومتي روغتیايي بیمې پروګرامونو څارنه کوي.

ډاکټر آز، چې د ټرمپ له ملاتړ څخه برخمن و، په ۲۰۲۲ کال کې د مجلس لپاره سیالي وکړه، خو بریالی نه شو.