په هند کې بین غږول او د مارانو نیول

Your browser doesn’t support HTML5

په هند کې د بین یا پنګي په نامه د موسیقۍ لرغونې اله خورا مشهوره ده چې د شپیلۍ په څیر غږول کیږي. ددې الې یو شمیر غږونکي پاړوګران دي چې د مارانو د نیولو لپاره په کې یوه ځانګړی سندره غږوي او په سوړو او غارونو کې پټ ماران ددغه بین غږونکي شاوخوا ته راټولیږي.

په هند کې د بین یا پنګي په نامه د موسیقۍ لرغونې اله خورا مشهوره ده چې د شپیلۍ په څیر غږول کیږي. ددې الې یو شمیر غږونکي پاړوګران دي چې د مارانو د نیولو لپاره په کې یوه ځانګړی سندره غږوي او په سوړو او غارونو کې پټ ماران ددغه بین غږونکي شاوخوا ته راټولیږي. ویل کیږي چې د موسیقۍ ددغې اله غږ ماران راجذبوي. د مارانو د نیولو دا طریقه د مسولینو له خوا منع شوې، خو بیا هم روانه ده.

ویدیو: شیلپی بترا – امریکاغږ