په واشنګټن کې په یو کور کې پنځه مړي موندل شوي؛ پولیسو یو ځلمی نیولی

د واشنګټن د سیاټل پولیس

د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاټل د ښار پولیس وايي چې په یو کور کې یې د پنځو وژل شویو کسانو مړي موندلي او یو ځلمی د پېښې په شک نیول شوی دی.

د دغه ایالت د کینګ کاونټي د پولیسو ویاند مایک ملیس وايي چې تېره ورځ یو شمېر خلکو پولیسو ته زنګونه ووهل او په خپل ګاونډ کې یې د ډزو راپورونه ورکړل.

نوموړي وویل چې پولیسو سیمې ته له رسېدو وروسته په هغه کور کې، چې ډزې په کې شوې وې، د پنځو کسانو مړي وموندل.

پولیس وايي په وژل شویو کې دوه غټان دي او درې نور ماشومان دي. پولیسو د وژل شویو کسانو هویت افشا کړی نه دی.

د پولیسو ویاند وویل چې په کور کې یې یو ځلمی نیولی او یو بل ځلمي چې ژوبل شوی و، روغتون ته انتقال کړی دی.

مایک ملیس وویل: «کله مو چې مړي ولیدل، پوه شو چې دا بیخي جنایت یوه سیمه ده.» هغه وویل چې په ډزو کې د کور غړي شامل دي، خو لا معلومه نه ده چې دوی په خپلو کې سره څه کېدل.

ویاند وویل چې له دغې پېښې څخه د چم ګاونډ نورو ته کوم ګواښ پېښ نه دی او فکر نه کوي چې د پېښې په رابطه به کوم «بل کس هم ونیول» شي.

نیول شوی ځلمی به یا سه شنبه او یا هم چهارشنبې په لومړي ځل محکمې ته وړاندې کړل شي. یو ګاونډي د «کینګ تلویزون» ته ویلي دي چې وژل شوي ښځې او مېړه په همدې کور کې ژوند کاوه.

پولیس وايي چې په دې پېښې کې د یوې کورنۍ اووه کسان دخېل دي.