طالبانو د ناټو د وتلو مهال ویش رد کړ

طالبانو د ناټو د وتلو مهال ویش رد کړ

افغان طالبانو د ناتو هغه پلان بی اهمیته ښودلئ چی وایی په ٢٠١۴ م کال کی به د افغانستان نه خپل پوځونه وباسي، دا پلان یی د هغوی د ناکامۍ علامه بللې ده.

طالبانو په یوه خبرلیک کی چی نن خپور شوی په ٢٠١۴م کال کی یی د هغوی د وتلو پلان بی معنی ښودلئ او زیاته کړی یی ده چی دا پلان به د طآلبانو په وینا د ناتو بی معنی او د نه گټلو جنگ نور هم اوږد کړي.

د ناتو د ملکونو مشرانو په پرتگال کی په خپله عالي غونډه کی چی پرون پای ته ورسیده په دی پلان موافقه وکړه. خو ناتو او امریکایی چارواکی وایی چی د افغانستان نه د هغوی د قواوو د اصلی وتلو نیټه به په سیمه کی په امنیتی وضعی پوری تړلی وی.

په افغانستان کی هره ورځ د تشدد پیښی روانی دی او تر بل هر وخت نه اوس د عسکرو او د ملکی وگړو د مرگ ژوبلی شمیر لوړ دئ.

نن په کندهار کی د ماین په یوی چاودنه کی درۍ ملکی وگړي ووژل شول او څلور تنه نور زخمی شول.

بل پلو ناتو وایی چی نړیوالو او افغان قواوو د ملک په بیلابیلو سسیمو کی په یو شمیر حملو کی د شلو نه زیات یاغیان وژلي دي.