طالبانو د برګيمټال ولسوالي ونیوله

طالبانو د برګيمټال ولسوالي ونیوله

د نورستان ولايت دبرګيمټال ولسوالي له څو ورځنيو جنګ جګړو وروسته د حکومت د وسله والو مخالفينو په واک کې ولویده .

ځايي چارواکي وايي چې له دغې ولسوالۍ يې په تکتيکي ډول په شاتګ کړی دی.

ياده شوې ولسوالۍ له شاوخواه يوې اونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندې وه. دوی وايي چې له څو ورځنيو جګړو وروسته وتوانېدل چې دغه ولسوالي په بشپړ ډول ونیسي.

طالبانو همدارنگه ادعا کوي چې په دې جګړه کې يې نږدې لس تنه پوليسان ژوندي نيولي اوشاوخوا دېرش تنه يې وژلي او زخميان کړې دي .

دوي وايي په دې جګړه کې يې د پوليسو درې رنجر موټر سوزولي او درې نوريې نيولي دي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد منلې چې په دې جګړه کې يې يو وسله وال طالب وژل شوی او پنځه تنه نور زخميان شويدي.

دوی وايي په دې جګړه کې يې له پوليسانو نه يوه اندازه سپکې اودرنې وسلې اومهمات هم نيولي دي . دجګړې دپيل پرمهال دنورستان ولايت چارواکو ويلي وو چې له افغان طالبانو سره دپاکستان دسوات له سيمې نه راغلي په سلګونه طالبان هم مرسته کوي.

د تيرې يوې اونۍ جګړې په اوږدو کې دسرحدي پوليسو يو مشر چارواکي دپاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله دوژل کيدو دعوه هم کړې وه چې تر اوسه په خپلواکه توګه پخلى ندى شوې.

طالبانو ويلي چې په دې جګړه کې له دوي سره پاکستاني طالبان نشته .دنورستان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم پيمان له مطبوعاتو سره په خبرو کې ومنله چې دبرګمټال ولسوالي سقوط شوې ده اواوس مهال دوسله والوطالبانو لاسته لويدلې ده. جنرال پيمان وايي دوي له يادې ولسوالۍ نه په تکتيکي ډول په شاتګ کړيدى او ولسوالۍ ته په نږدې سيمه کې يې دفاعي کرښه جوړه کړيده.

د دبرګمټال ولسوالي وروسته له هغه سقوط کېږي چې په سيمه کې پرتو افغان قواوو له مرکزي دولت په ځانګړې توګه دملي دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو نه په پرله پسې ډول دمرستې غوښتنه کړې وه.

سرحدي پوليسوچارواکي وايي چې دي سيمې ته څه ناڅه مرستې رسولي وې خو دوی له سيمې نه يو تکتيکي په شاتګ کړى دى.

خو يوه امنيتي چارواکي چې خپل نوم يې ندى په ډاګه کړى مطبوعاتو ته ويلي چې که مرکزي دولت ا و نړۍ والو قواوو پرخپل وخت مرسته رسولاې واې نو برګمټال به دمخالفينو لاسته نه لويده.دادويم ځل دى چې ياده ولسوالي دوسله والوطالبانو په واک کې لویږي.

دغه ولسوالي شاوخواه درې مياشتې وړاندې هم دوسله والومخالفينو په واک کې لوېدلې وه خوترلنډ مودې وروسته دولت برته له وسله والومخالفينو لاندې کړه.

له دې لاندې کېدوسره سره دغه ولسوالي بياهم دمخالفينو تر بريدونو او کلا بندۍ لاندې وه.

ځايي چارواکيو انديښنه ښودلې وه که دغه ولسوالي دمخالفينو لاسته ولويږي نو دافغانستان دبدخشان او تخار ولايتونه به هم دمخالفينو ترګواښ لاندې وي اودغوولايتونو ته به دوسله والو مخالفينو تګ راتګ او اکمالات هم اسانه شي.

برګيمټال دنورستان هغه غرنۍ ولسوالي ده چې له چترال سره ګډه سرحدي پوله لري.

دسيمې چارواکې وايي چې مخالفين دبريدنولپاره له چتراله راتلل اودالته به يې ترورستي فعاليتونوترسره کول.

دوي ادعا کوله چې په دې تازه جګړوکې پاکستاني طالبان شامل وو.

کتونکي پردې نظردي چې که ياده ولسوالي له مخالفينوسره په واک کې پاتې شي نواغېزبه يې پرګاونډيوولايتونو هم پرېوزي او منفي نتيجې به ولري.

خو دا چې طالبان به دغه ولسوالي ترڅه مهاله وساتي اودولت به پردې وتوانېږي چې دغه ولسوالي بېرته په خپله ولکه کې راولي که نه دالاجوته نه ده ؟