ډکن ګلاډیټرز د ټي-۱۰ کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

د ټي-۱۰ په تجارتي لیګ کې د افغانستنان او نړۍ لسګونو مشهورو لوبغاړو برخه اخیستې وه

د متحدو عربو اماراتو په ابوظبي کې د لس اوریز کرکټ (ټي-۱۰) سیالۍ د دوشنبې په ورځ ډسمبر دویمه (لیندۍ ۱۲) د ډکن ګلاډیټرز په بري پای ته ورسېدې.

په پایلوبې کې موریسویل سامپ ارمي په لسو اورونو کې ۱۰۵ منډې هدف وټاکه، چې ۱۶ منډې په کې د افغان لوبغاړي کریم جنت وې.

خو د ډکن ګلاډیټرز دا هدف په ۶.۵ اوورونو کې پوره کړ او دا اتلولي یې خپله کړه. د دوی د سر لوبغاړي ټام کوهلر-کادمور په ۲۱ توپونو ۵۶ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې مهم رول ولوبوه.

د موریسویل سامپ ارمي په لوبډلې کې د کریم جنت ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي حمزه هوتک او قیس احمد هم لوبېدل. د ټي-۱۰ په تجارتي لیګ کې د افغانستنان او نړۍ لسګونو مشهورو لوبغاړو برخه اخیستې وه. دا سیالۍ د نومبر په ۲۱ نېټه پیل شوې.

د ټي-۱۰ د رسمي ویبسایټ د معلوماتو په اساس، دا اتم ځل و چې دا لیګ کېږي او سږکال په کې دوې نورې لوبډلې هم زیاتې شوې وې، چې کپتانان یې هم افغان لوبغاړي محمد نبي او رحمان الله ګربز وو.

ټي-۱۰ هرکال په ابوظبي کې کېږي. د دغه لس اوریز تجارتي لیګ پانګوال او د لوبډلو مالکان هیله لري چې دا لیګ دومره مشهور شي چې د کرکټ نړیواله شورا هم دا بڼه کرکټ رسمي کړي او د هېوادونو ترمنځ لس اوریزې سیالۍ هم برابرې شي.