سوریه: یاغیان دي د اوربند اطمینان راکړي مونږ قواووې باسو

د سوریې حکومت وايي چې مخکي له دېنه چې د ځواکونو د پرشا تګ توافق پلي کړي، د یاغیانو له خوا ټینګ اطمینان غواړي چې دوي به جګړه دروي.

د سوریې د باندنیو چارو د وزارت ویاند جاهد مکدیسي نن د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه مخکي ریپوټونه چې ویل یې دمشق به د اپریل تر ۱۰ مې نېټې پوري خپلې قواوو د ښارونو او کلیوو نه را وباسي، غلط وو.

نوموړي زیاته کړه چې د عرب لیګ او ملګرو ملتونو خاص استاځی کوفي عنان په دې کې ناکامه شو چې د یاغیانو له خوا لیک شوی تضمین راوړي چې هغوي د تاوتریخوالي نه لاس اخلي او دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي.

ښاغلي مکدیسي زیاته کړه چې سوریه به د عرب لیګ د ناظرینو د جنورۍ د میاشتې د ماموریت په شان بلې تجربې ته اجازه ورنکړي. د دغو نظرینو په خوله حکومت خپل ځواکونو پرشا کړل او یاغیان بیرته مسلح شول او د ټولې سیمې کنټرول یې په لاس کې ونیوی.

ملګرو ملتونو تیره اونۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې په کښي د نورو اقداماتو د امکان خبرداری ورکړل شوی و که چیري سوریه د کوفي عنان د سولې د پلان ښپږ مادې پلي نکړي—هغه مادې چې سوریې ورسره د مارچ پر ۲۵ مه موافقه څرګنده کړې وه. په یادشوې بیانیې کې پر ټولو دخیلو خواوو باندي غږ شوی دی چې د سوریې د ځواکونو د وتلو سره دي وسله وال تاوتریخوالی د دوو ورځو په موده کې ودروي.

دغه انکشافات په داسي حال کې کېږي چې نن د یکشنبې په ورځ فعالینو وویل چې د سوریې ځواکونو پر شمالي او مرکزي برخو باندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکړه چې په لړ کې یې په لس ګونو تنه خلګ مړه او ټپیان شول.