ترکیه او سعودي سوریې ته د ځمکنیو قواو د لېږلو پلویان دي

بشارالاسد: ترکیه او سعودي د غرب اوامر په ځای کوي

ولسمشر بشارالاسد وايي که ترکیه او سعودي عربستان پر سوریه ځمکنی برید وکړي نو جگړه به نړۍ واله بڼه غوره کړي.

د ترکیې یو چارواکي نن له خپلو متحدینو نه وغوښتل چی په سوریه کې په ځمکنیو عملیاتو کې برخه واخلي، څو دغه پنځه کلن جنگ پایته ورسوي. دغه چارواکي خبریالانو ته وویل که څه هم ترکیه ځمکني عملیات غواړي، خو یوازې به ېې پیل نه کاندي.

ترکیې تراوسه پورې، د امریکا په مشرتابه په سوریه کې په هوايي بریدونو کې د اسلامی دولت د ډلې خلاف برخه اخستې ده. سعودی عربستان هم په دې کې لیوالتیا ښودلې ده چی ځمکني عسکر د ا یتلاف د یوې برخې په توگه سوریې ته واستوي.

د سوریې ولسمشر بشارلاسد پر دغو دواړو هېوادونو یوه ورځ مخکې سخت انتقاد وکړ. هغه وویل ترکیې او سعودي عربستان له پخوا نه غوښتل چې سوریې ته عسکر ور ولیږي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد وویل " بې له شکه دې دواړو هیوادونو غوښتل چې دا کار وکړي. ترکیې لږ تر لږ له دوو کلونو راهیسې غوښتل چې د بې طرفه او حایل سیمې د رامنځته کولو تر نامه لاندې ځمکني ځواکونه ولیږي. سعودي عربستان هم داسې غوښتل. هغوی دا کارونه د لویدیځ له نړیوال پلان سره سم ترسره کوي. خو دا آسانه نده چې د سعودي او ترکیې له خوا نه دغه جګړه پیل شي، ځکه چې پایلې به ېې نړیوالې وي."

بشارالاسد دغه دواړه هېوادونه په دې تورن کړل چی هغوی دا کارونه د غټو قدرتونو په اوامر په ځای کوي خو خپلې پرېکړې پخپله نشي کولی.

له بل پلوه، د سپېنې ماڼی د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس هغه شدیده بمباری محکوم کړله چی د سوریې په شمال کې د توغندیو له برید نه وروسته وشوه او تقریبا ۴٣ کسان ېې ووژل.

سلاکاره سوزن رایس وویل د سوریې په شمال کې سختې بمبارۍ مونږ په سخت ټکو غندو او دا په ښکاره توګه د هغو ژمنو پر خلاف کیږي چې د جمعي په ورځې په مونشن کې شوي دي. زمونږ د ټولو ګټه پدې کې ده چې تشدد کم شي او ملکيانو ته د بشري مرستو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.

هغې زیاته کړله چی د جګړې د دوام له امله زیات ملکي کسان اغیزمن کیږي او په بې ځایه کیدلو کې ېې زیاتوالی راځي نو له همدې امله مونږ هڅه کوو چې جګړه بنده شي، بشري مرستي ورسول شي او د سیاسي لارې لپاره یو مساعد چاپیریال رامنځته شي.

د ملگرو ملتونو استازی سټفان ډي مستورا نن د سه شنبی په ورځ په سوریه کې له چارواکیو سره په دې اونۍ کې د اوربند په عملی کولو خبرې کوي.

په سوریه کې روانه جگړه د سوریې د شخړې پېچلې اړخ څرگندوي. روانو جگړو تراوسه پورې هلته په سوونو زره کسان وژلي دي او په ملیونونو نور کډوال شوي دي.