بایډن د پناه غوښتونکو په حفاظت او مصونیت ټېنګار وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو نن پنجشنبه جون ۲۰ (جوزا۳۱) د کډوالو په نړیواله ورځ د کډوالو، پناه غوښتونکو او په زوره د بې ځایه شویو خلکو په حفاظت او مصونیت ټېنګار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې اکثریت خلکو د «خشونت له ویرې، توکمیز ظلم او د سیاسي او مذهبي شکنجو او یا د نفرت او عدم تحمل د نورو ډولونو له کبله هر څه پرېښي او له خپلو کورنیو سره تښتېدلي» دي.

په اعلامیې کې د ولسمشر جوبایډن له خولې ویل شوي‌ دي: «په دې ورځ موږ بیا له کډوالو سره په خپل پیوستون ټېنګار کوو. د ملګرو ملتونو اونورو ډېرو بشري مرستندویه سازمانونو او کارکوونکو څخه هم له زړه مننه کوو چې د مهاجرینو د ژغورنې لپاره مرستې کوي.»

په اعلامیې کې د هغو هیوادونو څخه هم مننه شوې ده چې پناه غوښتونکو او کډوالو ته یې خپله غېږه پرانیستې او ویلي دي «متحده ایالتونه ویاړي چې په نړیواله کچه د کډوالو او د بې ځایه شویو د ضرورتونو په پوره کولو کې مخکښ رول» لوبوي.

اعلامیه وايي: «د کډوالو د حفاظت لپاره زموږ په ژمنې کې د بې ځایه کېدو عواملو ته رسېدګي (ختمول) او د نړۍ په ناکرارو سیمو کې د ځپنې او تاوتریخوالي حل کول شامل دي.»

د اعلامیې په اساس متحده ایالتونه پلان لري چې په روان ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۱۰۰زره پناه غوښتونکي او کډوال ځای په ځای کړي، دا په امریکا کې کې په«تېرو دریو لسیزو کې تر ټولو ډېر شمېر» دی. اعلامیه وايي چې کډوالو او پناه غوښتونکو د متحدو ایالتونو په اقتصاد کې له ۲۰۰۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۲۴ میلیارد ډالر ونډه اخیستې ده.

په نړۍ کې د جون په شلمه نېټه داسې مهال د کډوالو او پناه غوښتونکو ورځ نمانځل کېږي چې دا مهال د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۱۲۰ میلیون خلک د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونې له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور کړل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې دا مهال ۹.۲ میلیون افغانان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې کډوال او پناه غوښتونکي دي.