امریکا په جاپان د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پلور منظور کړ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) د توماهاک-۴۰۰ په نامه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پېر لپاره د جاپان غوښتنه ومنله.

د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه داسې مهال منلې چې ټوکیو غواړي خپلې دفاعي چارې لا غښتلې کاندي خو بل پلو بیا متحده ایالاتو تازه د چین سره د جمهور رئیسانو په کچه خبرې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې معاملې کې د توماهاک دوه ډوله توغندي شامل دي چې د ۱۶۰۰ کیلو مټره واټن ویشتو توان لري او ټول ارزښت یې ۲.۳۵ ملیارده امریکايي ډالره دی.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې وسلو پلور هدف د داسې یو ستر ملګري هیواد امنیتي چارې بهتره کول دي چې د هند ـ آرام سمندر په سیمې کې د اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره یو ځواک دی.

وزارت همدرانګه ویلي چې ددې وسلو په تر لاسه کولو سره به جاپان وکړی شي په سیمه کې موجوده او په راتلونکې کې پیدا کیدونکو ګواښونو ته ځواب ووایي.

د وزارت د اعلامیې له مخې دا توغندي جاپان ته د ځمکې څخه ځمکې ته لیرې واټن واریدونکو توغندیو وړتیا ورکوي چې کولی شي هغه ګواښونه پرې شنډ کړي چې د پراخیدو په حال کې دي.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د پارلمان یوې کمیټې ته په وینا کې ویلي و چې هیواد یې د متحده ایالاتو څخه ددې توغندیو اخیستو لپاره کوښښ کوي چې پرې وکړی شي د هیواد دفاعي چارې قوي کاندي.

جاپان له یوې خوا د چین هغو نظامي تمریناتو له کبله اندیښمن دی چې د تایوان په شاوخوا کې یې کوي او بله غټه اندیښنه یې د شمالي کوریا لخوا په پرله پسې ډول د توغندیو آزمایښتونه دي.

د امریکا لخوا په جاپان د توغندیو د پلور دا تړون داسې مهال منظوریږي چې د چین جمهور رئیس په امریکا کې د آسیا-آرام سمندر هیوادونو د مشرانو غونډې په ترڅ کې د امریکا او جاپان د مشرانو سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

پدې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې حوزې ۱۹ هیوادونه د امریکا سره ملګرتیا کولو ته پداسې حال کې هڅولي، چې د چین ولسمشر هم د دغه غونډې په لړ کې د اسیايي مشرانو او مخکښو شرکتونو د رئیسانو سره په ناستو کې ورته هڅه کړې ده.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د اپیک د سرمشریزې په څنډه کې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د امریکا ولسشمر د شرکتونو د رئیسانو سره په خبرو کې د امریکا د چټکې اقتصادي ودې ستاینه وکړه.

بایډن ټینګار وکړ چې دې سیمې ته د امریکا ژمنتیا د سیمې د خلکو ژوند ته تغییر ورکوونکې وده رامنځته کړې ده. هغه وویل: "یقیناً ازادې سوداګرۍ په میلیونونو خلک له بېوزلۍ خلاص کړل. نن، د ا اړیکه دوه اړخېزه ده. د امریکا متحد ایالتونه د سیمي لپاره حیاتي ارزښت لري. سیمه هم د بل هر وخت په پرتله د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري."

د چین ولسمشر شي جینپینګ د هر پلاوي سره د خپلې لیدنې پر مهال دوی ته چین د یو لوی سوداګریز شریک په توګه ور په زړه کړ او دا ډاډ یې ورکړ، چې چین د کوم جنګ کولو اراده نلري.

شي جینپینګ سوداګرو ته د چین د زیاتېدونکې امنیت او د چین د پیاوړي کېدونکو پوځي ارادو په اړه هم باور ورکړ. هغه وویل: "چین د امریکا د ځای نېونې او یا ننګولو هیڅ اراده نلري. برعکس موږ خوشحاله یو چې امریکا د یو باوري، پرانیستي او پرمختللي هیواد په توګه وګورو. همدا ډول امریکا هم باید د چین پر وړاندې هڅې ونکړي او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي."

سوداګریزه نړۍ د چین او د امریکا لخوا دغه هلې ځلې ګوري او پوښتنه کوي، ولې له دواړو سره سوداګري ونشي؟