د پاکستان – نیوزلینډ لوبډلو تر منځ په تمریناتي لوبې کې تماشه چیان نه پریښودل کیږي

په هند کې چارواکو دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) ویلي چې د پاکستان او نیوزلینډ د کرکټ د لوبډلو تر منځ د نړیوال جام په لومړنۍ تمریناتي لوبې کې به تماشه چیان لوبغالي ته د ورتګ اجازه ونلري.

ټاکل شوې چې دا لوبه جمعه سپټمبر ۲۹ مه د حیدرآباد په ښار کې وشي او په همدې ورځ ګڼ شمیر خلک پدې ښار کې د یو هندو مذهبي جشن لپاره راټولیږي.

د هند کرکټ بورډ ویلي چې د دې لوبو لیدلو لپاره به تماشه چیان اجازه ونلري چې لوبغالي ته ورشي او د سیمه ایزو امنیتي ادارو سره تر سلا مشورې وروسته یې پریکړه کړې چې د لوبغالي دروازې به تړلې وي.

سره لدې چې ډیرو کسانو د دې لوبې لیدو لپاره ټکټونه اخیستي خو د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي چې د هندو مذهب د جشن له کبله به ډیر کسان په ښار کې راټول شوي وي او هغوي چې ټکټونه یې اخیستي دي، پیسې به ورته بیرته ورکړل شي.

په هند کې د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر په ۵ مې پیلیږي او لومړۍ لوبه به یې د احمد آباد په ښار کې وي. د هند او پاکستان سیالي هم په همدې ښار کې د اکټوبر په ۱۴ مې کیږي.


دا د ۲۰۲۶ کال وروسته چې په هند کې د شلو شلو اورونو نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان برخه اخیستې وه، دا به لومړی ځل وي چې دا هیواد یو ځل بیا د لوبو لپاره هند ته ځي.

د بابر اعظم په مشرۍ د پاکستان ټیم په نړیوال جام کې له هالنډ او سریلانکا سره له لوبو وروسته د اکتوبر په ۱۴ له هند سره مخامخ کیږي.