ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ (جولای ۱۱) به په سپینه ماڼۍ کې د ټولنیزو رسنیو په هکله یوه غونډه جوړه شي چې په کې به پارلمان کې د محافظه کاره ګوند استازي او په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ګوند خواخوږي برخه واخلي.
داسې راپورونه شته چې دغې غونډې ته د فیسبوک او ټویټر کمپینو څخه څوک غوښتل شوي نه دي.
دغه غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې د ټولنیزو رسنیو بیلابیلو کمپینو په اړه نن سبا شکایتونه ډیر شوي دي.
ځینې خلک په دې باور دي چې د ټولنیزو رسنیو دغه کمپنۍ د محافظه کارو افکارو په ضد دي او تل هڅه کوي چې د دوي غږ ټپ کړي. ځینې نور بیا له دغو کمپنیو ګیله لري چې د درواغو خبرونو په سانسورولو کې یې خپله دنده نه ده اجرا کړې.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړي بنسټ (Electronic Frontier Foundation) مشره جیلن یارک وایي چې خلک باید په دې پوه شي چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه کمپنۍ ولې او څنګه ځینې خبرې سانسوري.
جیلن وایي چې دغه کمپنۍ خپله دنده په سمه توګه پر مخ نه بیایي. دوي غلط شیان سانسوري. دا سمه ده چې دوي غلط دي خو وايي چې د ټرمپ د ادارې نیوکې هم راته ډېرې پر ځاې نه ښکاري. لیکنې باید په خپل ځاې پریښودل شي او یواځې په ډیرو جدي مواردو کې ځینې محتویات له منځه یوړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار د فیسبوک، ټويټر او یوټیوب کمپنیو په ضد غږ پورته کړی او دغه کمپنۍ یې د محافظه کاره ګوند افکارو په سانسورولو تورنې کړي دي.
لا ددغې غونډې د ګډونوالو بشپړ لست خپور شوی نه دی خو راپورونه ښيي چې په فلوریډا ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال مشر کریسټن زیګلر په کې ګډون وکړي. همداراز د هیریټج فاونډیشن او ټرننګ پواینټ امریکا په نوم د دغو محافظه کاره بنسټونو استازي هم په کې برخه واخلي.