د انگلستان د ښځنه فوټبال تیم په ماتې سره جاپان په کاناډا کې د ښځینه فوټبال جام په وروستنۍ یا فاینل لوبه کې د متحده ایالاتو د ښځینه فوتبال د لوبډلې سره سیالي وکړي.
د امریکا د فټبال ملي ټیم پر جرمني باندې له بریالیتوب وروسته تیره ورځ وانکوور ته رسیدلی.
د جاپان د ټیم د پلویانو ولولو او خوشالیو هغه مهال زور واخیست چې د انگستان د تیم دفاعي لوبغاړې لورا باست په سهوه کې خپل ټیم ته د جاپان په گټه گول ورکړ او په دې توگه یې سیال تیم ته په فاینل لوبو کې د لوبیدو چانس ورکړ.
د ښځینه فوټبال د نړیوال جام فاینل لوبو ته وتلي د متحده ایالاتو او جاپان تیمونه به د یکشنبې په ورځ د کانادا په ونکوور ښار کې سیالي وکړي.
جاپان اوس د یکشنبې د ورځې سیالۍ ته سترگې په لار دی چې د متحده ایالاتو د تیم سره مقابله وکړي چې دوه ځلې د نړۍ اتلولي یې گټلې ده.
متحده ایالات څلور کاله د مخه ٢-٢ مساوي شول خو بیا جاپان په پینالتي باندې لوبه وگټله او د اتلولي لقب یې د ځان کړ.
د جولای میاشتې په پنځمه د یکشنبې په ورځ به مالوم شي چې د امریکا د ښځینه فوټبال ټیم به د جاپان د فوټبال ټیم نه د کال ٢٠١١ د پاتې راتلو غچ اخیستی شي که نه.