د ورځې غوره انځورونه
د اندونیزیا د پالو ښار د سیند پر غاړه یو تمساح چې د موټر سایکل ټایر یې په غاړه کې بند پاتې دی.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ته له وینا وروسته، باراک اوباما له بانکي مون سره د روغبړ په حال کې.
د غزې په تړانګه کې یو نارینه چې له وسپنیز جال څخه د یوې مرغۍ د خلاصولو په حال کې.
د نیویارک په منهتن ښار کې د یوه رستورانت د کړکۍ ښیښه چې په وروستیو چاودنو کې ماته شوې ده.
د چین په بیجنګ ښار کې د یو څلورلاري د ډیزاینولو لپاره کارکونکي د غټو مصنوعی ګلونو د انتقال په حال کې.
د سوریې په حلب ښار کې د مرستو باروړونکي موټر چې هوایي برید ویجاړ کړي دي.
د غزې په تړانګه کې زدکونکي د پوځي تمریناتو په حال کې.
د یوه چینايي ملیاردر زوی چې خپل سپي ته یې ۸ ایفونه اخیستي دي.