د اوونۍ غوره عکسونه
په بامیان ولایت کې د بند امیر یوه منظره
د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې د تورخم سرحدي پوله د چهارشنبې په ورځ اګست شپږمه (وږي ۱۵) وروسته له هغه وتړل شوه چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونو پر یو بل ډزې وکړې
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ، د ۲۰۲۴ کال د بودیجې په اړه د بحث په لومړۍ ورځ په پارلمان کې پداسې حال کې راڅرګند شو چې په ښي سترګي یې د ټپ له امله توره پټۍ تړلې وه
په نوی ډهلي کې د جي-۲۰ د سرمشریزې لپاره ترتیبات
په نوی ډهلي کې د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-۲۰) په سرمشریزه کې به د امریکا له ولسمشر جوبایډن په ګډون د برتانیا صدراعظم ریشي سوناک او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ګډون وکړي
د نودا ایالت په "بلک راک بیدیا " کې د سخت اورښت له امله سلګونه نقلیه واسطې چې په دغه ایالت کې د "برنینګ من" په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو، په خټو کې را ګیر شول
په لندن کې د طالبانو د رژیم پر ضد د یو شمېر معترضو میرمنو لاریون
یو اوکراینی سرتیری د دونتسک په سیمه کی د روسي ځواکونو سره په جګړې کې د خپل یوه ټپي شوی ملګري سره لومړنۍ طبي مرسته کوي
د عراق په کربلا کې د اربعین د مراسمو يو څنډه
د اسپانیې په شمال کې د ټریوینو ښار ته نږدې د غبار څپه
فلسطینیان د لویدیځې غاړې په شمال کې د نور شمس د کډوالو په کمپ باندې د اسرائیل له برید وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ څخه لیدنه کوي