په انځورونو کې
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې څلورو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې کولی شي، په داسې حال کې، چې ددغې ادارې په وینا فغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځل خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي
د کاخوفکا اوبو ستر بند تر نړیدو وروسته، اوکراین د خرسون ښار د علم او فرهنګ خونه
په برازیل کې د اوبو د څپو پر سر ځغاسته (سرف کول)
د اندونیزیا د جاوا په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو د راټولو په خوشحالۍ اورلوبه
د فرانسې د حکومت لخوا د تقاعد د عمر د نوې طرحې د مخالفینو او پولیسو تر منځ اخ او ډب
د بنګلادیش په پلازمینه ډاکه کې سخته ګرمي او د بوریګنجا په سیند کې لامبو
د امریکا د متحدو ایالتونود کالیفورنیا ایالت کې د ځمکې ښوئیدل
اپل شرکت د "ويژن پرو" نوې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړه
د کاناډا په سویل ختیځ کې د ځنګلونو د اور اخیستو له امله د نیویارک ښار په ګډون د امریکا د ۱۵ ایالتونو هوا کګړه شوې ده
د روسیې تر اشغال لاندې سیمه کې د کاخوفکا اوبو د لوی بند له تخریبېدو وروسته، مسکو او کیف ددې کار پړه پر یو بل اچولې ده
د کاخوفکا د اوبو ستر بند تر ړنګیدو وروسته د خرسون ښار یوه څنده
د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد، چیرې چې د سه شنبې پر ورځ ددغه ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي پکښې د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو
کابل افغانستان- ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو د بودیجې د کمښت خبر ورکړیدی