بلینکن: د فلسطین د یو مستقل دولت ایجادیدل سوله تامینولای شي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اردن له پاچا عبدالله سره ملاقات وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته په خپل سفر کې د اردن له پاچا عبدالله او نورو چارواکو سره لیدلي او د اسرائیل -حماس د جګړې د بندیدو او سیمې ته یې د نه خپرېدو په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه جنوري اوومه (مرغومې۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن په غزې کې فلسطینیانو ته د حیاتي مرستو په برابرولو کې د اردون څخه مننه وکړه او دواړو خواو د بشري مرستو د دوام په اړه په نږدې همکارۍ توافق وکړ.

اعلامیه وايي: "د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو له لارې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو د دوامداره سولې او امنیت لپاره د امریکا پر ژمنې ټینګار وکړ."

اردن په ۱۹۹۴ کال کې له اسرائيل سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی. پاچا عبدالله هم د شخړې د حل لپاره د اسرائیل او فلسطین لپاره د دوو مستقلو دولتونو په ایجاد ټېنګار وکړ او له لویدیځې غاړې او غزې څخه یې د فلسطینیانو شړل رد کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې بلینکن د افراطي اسرائیلیانو له لوري په لویدیځې غاړې کې او د غزې د خلکو د بې ځای کېدو په اړه څرګندونو سره هم مخالفت څرګند کړ.

د رویټرز خبري‌اژانس وايي چې د اردون باچا عبدالله په غزې کې د سولې راوستلو او بشري بحران د ختمېدو لپاره په بلینکن باندې فشار راوړ.

د اردن د شاهي ماڼۍ په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې باچا عبدالله بلینکن سره په خبروکې «په غزې کې د روان یرغل د بحران زېږوونکیو پایلو په اړه خبرداری ورکړ او د دغه بشري بحران د تراژېدۍ په ختمېدو یې ټېنګار وکړ».

اعلامیه وايي چې باچا عبدالله «په غزې کې د عاجل اوربند، د ولسي خلکو د ساتنې او د بشري او طبي مرستو د انتقال د ضمانت په اړه په فشار راوړلو کې د متحدو ایالتونو مهم رول» په ګوته کړ.

انتوني بلینکن منځني ختیځ ته تللی دی او د سفر یو عمده هدف یې دا دی چې د حماس او اسرائيل ترمنځ جګړې سیمې ته پراخه نه شي.

د حماس اواسرائيل ترمنځ جګړې د اکتوبر په اوومه نېټه پیل شوه. حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي چې د حماس په بریدونو کې ۱۱۴۰ اسرائیلیان وژل شوي دي. په غزې کې د حماس تر ادارې لاندې عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائيل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه ۲۲۸۳۵ کسان وژل دي.

بلینکن به دا هڅه هم کوي چې محاصره شوې غزې ته بشري مرستې ورسول شي. هغه د اردن مرکز ته نژدې د خوړو نړیوال پروګرام د زیرمو او ګودامونو لیدو ته هم ورغلی و.