د کرکټ نړیوال جام : نیوزلینډ یوګانډا او جنوبي افریقا نیپال ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې جمعه جون ۱۴ ( غبرګولي ۲۵) د جنوبي افریقا لوبډلې د نیپال لوبډلې ته یوازې د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې پخپل ګروپ کې څلور واړه لوبې وګټلې او په لومړي مقام کې قرار لري.

سره لدې چې جنوبي افریقا پخپل نوبت کې په شلو اورونو کې یوازې ۱۱۵ منډې کړې وې خو نیپال ونشو کړی دا هدف پوره کړي.

نیپال د جنوبي افریقا هدف پوره کیدو لپاره په سر کې لوبه ښه پیل کړله خو د سر دوو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د لوبغاړو سوځیدل یو په بل پسې پیل شو.

د نیپال لوبډلې د لوبې په وروستي اور کې د ګټلو لپاره یوازې اتو منډو ته اړتیا درلوده چې د لوبې په دریم توپ څلوریزه ووهل شوه او په وروستي توپ دوو منډو ته اړتیا وه چې د نیپال لوبغاړو ونشو کړی تر لاسه یې کړي.

نیپال تر اوسه په دریو لوبو کې یوازې یوه ګټلې او وروستۍ یې د جون په ۱۶ مه یکشنبه د بنګله دیش سره ده.

د جمعې ورځې بله لوبه کې بیا نیوزلینډ وکړی شو چې یوګانډا ته په خورا آسانۍ ماتې ورکړي. یوګانډا پخپل نوبت کې په ۱۸.۴ اورونو کې یوازې ۴۰ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

د نیوزلینډ لوبډلې دا هدف په پنځه عشاریه دوه اورونو کې پداسې حال کې پوره کړ چی یوازې یو لوبغاړی یې سوځیدلی و.

نیوزلینډ په سي ګروپ کې د افغانستان، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیو ګیني سره دی. افغانستان او ویسټ انډیز وار د مخه د روان شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر – ۸ پړاو ته لار موندلې.

یوازې د سر دوه لوبډلې سوپر – ۸ پړاو ته اوځي.

د نیوزلینډ وروستۍ لوبه د جون په ۱۷ مې د پاپوا نیو ګیني سره ده.