د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډنمارک څخه د ګرینلنډ سیمې د کنټرولولو لپاره د پوځي یا اقتصادي اقداماتو له نه ردولو وروسته، روسیې د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۰ (مرغومي ۲۱) وویل چې د ګرینلنډ وضعیت له نژدې څاري.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "موږ د وضعیت دا خورا ډراماتیک پرمختګ څارو، خو تر دې دمه د خدای شکر دی چې دا [دا موضوع] د بیانونو په کچه [پاتې] ده."
پیسکوف زیاته کړه: "د شمالي قطب سیمه زموږ د ملي او ستراتیژیکو ګټو یوه سیمه ده. موږ په دې سیمه کې حضور لرو او خپل شتون ته به دوام ورکړو."
د ګرینلینډ پراخه ځمکه –چې ډیره برخه یې د شمالي قطب د دایرې دپاسه موقعیت لري– په رسمي ډول د ۱۹۵۳ کال راهیسې د ډنمارک د شاهي دولت برخه ده، که څه هم چې دا ټاپو خودمختاره حکومت لري.
ملي امنیت
ټرمپ د تیرې سه شنبې په ورځ په فلوریډا کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د امنیتي دلایلو له مخې ګرین لینډ ته اړتیا لري او دې هدف ته د رسیدو لپاره یې د پوځي او اقتصادي اختیارونو د کارولو نه ډډه وکړه.
ټرمپ وویل: "خلک واقعیا نه پوهیږي چې ایا ډنمارک د [ګرینلینډ] ملکیت قانوني حق لري. خو که دوی دا حق لري، دوی باید دا پریږدي ځکه چې موږ د خپل ملي امنیت لپاره هغه ته اړتیا لرو. دا د نړۍ لپاره خلاص دی. زه د آزادې نړۍ د ساتنې خبره کوم."
د امریکا منتخب ولسمشر زیاته کړه: "تاسو په هر ځای کې چینایي کښتۍ وینئ، تاسو هر ځای روسي کښتۍ لرئ. موږ به اجازه ورنه کړو چې داسې څه پیښ شي."
د بهرنیو اړیکو د شورا غړې لیانا فیکس وايي، ګرینلنډ، لکه د شمالي قطب د زیاتې برخې په څېر، په چټکۍ سره تودېږي، داسې وضعیت چې د هغې په وینا په سیمه کې جیو پولیټیکل انځور بدلوي.
فیکس وویل: "شمالي قطب په زیاتیدونکي توګه د سترو ځواکونو د سیالۍ او دښمنۍ په سیمه بدلیږي. او متحده ایالات ددې لوبې بایللو ته اندیښمن دي."
فیکس وویل، "شمالي قطب د سوداګریزو توکو او حیاتي منرالونو، په ځانګړې توګه د ځمکې نادره منرالونو د ترلاسه کولو لپاره د لاسرسي وړ کیږي." فیکس زیاته کړه، "دا سیمه په زیاتیدونکي توګه په نظامي زون بدلیږي." د هغې په وینا روسیه په دې سیمه کې د چین د ساحلي ګارډ سره همکاري کوي.
ګرینلنډ د خرڅلاو لپاره ندی
ډنمارک په څرګنده ویلي چې ګرینلنډ د پلورلو لپاره نه دی. د ګرینلنډ د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن د ټرمپ وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې د هغه څرګندونې د ډنمارک د حکومت لپاره د بهرني سیاست بحران نه دی.
راسموسن تیره چهارشنبه وویل: "زه یو ولسمشر وینم چې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ په لار دی او په شمالي قطب زیات تمرکز لري او زه پوهیدلی شم چې هغه دا لري."
خو فیکس باور لري چې ډنمارک د یوې دوه لارې سره مخ دی. هغې امریکاغږ ته وویل، "دا ډنمارک ته هم روښانه ده چې په ګرینلنډ کې د متحده ایالاتو سره د پانګونې زیاتوالی او همکاري او همداشان پوخي همکاري به د ټ،لو په ګټه وي."
تر دې مخکې یو شمېر اروپايي مشرانو هم د ټرمپ څرګندونې رد کړې، خو ډېرو یې پر ټرمپ له مستقیمې نیوکې ډډه کړې.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي دي چې د لویدیځ اساسي ارزښتونه تر گواښ لاندې دي. شولتز زیاته کړه: "د نه نفوذ وړ سرحدونو ته د درناوي اصول په هر هیواد کې پلي کیږي، پرته له دې چې هغه زموږ په ختیځ یا لویدیځ کې موقعیت ولري."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو، د چهارشنبې په ورځ ډیر په کلکه خبرې وکړې او ویې ویل: "دا د اروپایی اتحادیې لپاره د منلو وړ نه ده چې په نړۍ کې کوم هیواد، هر څوک چې وي - او اجازه راکړئ چې لومړی یې له روسیې څخه پیل کړم - چې د خپل حاکمیت سرحدونه وټاکي."
د ګرینلنډ خپلواکي
په عین حال کې، د ګرینلنډ حکومت د بشپړې خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې یوازې خلک کولی شي د ګرینلنډ د راتلونکي پریکړه وکړي.
د ګرینلنډ صدراعظم موټ ایګده، د پنجشنبې په ورځ د ډنمارک پلازمینې کوپنهاګن ته د خپل سفر په جریان کې وویل: "ګرینلنډ یو نوي دور او نوي کال ته ننوځي چې په کې ګرینلنډ د نړۍ د پاملرنې مرکز دی. د ګرینلنډ خلک پرته له دې چیرته ژوند کوي یو ملت دی، او په اوسني دور کې د خلکو په توګه، موږ باید متحد اوسو تر څو د نوي راتلونکي لپاره تیار شو چې زموږ هیواد د هغه په لور روان دی."