ناټو د روسیې اوبیلروس گډ نظامي تمرین ته اندېښمنه ده

په دغه عکس کې د بیلروس پوځ د جگړې په مانورو کې ښکاري. د جمعې ورځ د سپتمبر ١٥- مه ٢٠١٧ م کال

د ناټو یو جگپوړی چارواکی وایي ددې دلیل شته دی چې د روس او بیلروس سترو نظامي مانورو ته اندېښنه وښودل شي. دغو پراخو نظامي تمریناتو ته د یوې سترې جگړې لپاره د ځان برابرولو په سترگه کتل کېدلی شي

د ناټو ددفاع رئیسانو دالبانیا په پلازمینه تیرانا کې د ترهگرۍ پر ضد جگړې په څرنگوالی بحث کاوه. پردې سر بیره هغوی د لویدیځ بالکان او په افغانستان کې د امریکا پر نوې ستراتیژۍ هم بحث کاوه.

داخبرې د ناټو دنظامي قوماندې قوماندان جنرال پېټر پاول د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس ته په یوه مرکه کې وکړلې.

Your browser doesn’t support HTML5

د روسیې اوبیلروس گډ نظامي تمرین

روسیه ادعا کوي چی ستر نظامي تمرینونه ېې دفاعي نوعیت لري؛ دغه نظامي عملیات د ساړه جنگ له زماني نه را وروسته تر ټولو ستر نظآِمي عملیات گڼل شوي دي.

ناټو دغه تمرینونه په ډیره دقیقه توگه څاري او وايی چی لږ تر لږ سل زره عسکر پکې برخه اخلي. که څه هم د مسکو رسمي اعلان وايی چی دولس زره عسکر پکې برخه اخلي.

له بل پلوه په داسی حال کې چې مسکو لا د زاپاد په نظامي تمرینونو له بیلروس سره لگیا دی، د چین سمندري بیړۍ د نظآمي تمرینونو لپاره د روسېې د ساحل په لور روانې دي.

روسیه او بیلروس وايي هغه نظامي تمرینات چې ددوی په غربي سرحد کې کېږي او تر کالینین گراد او سینټ پېټرزبرگ نه اخوا هم غزېدلي دي، خاص دفاعي مقصد لري. په دې تمرینونو کې داسی توغندي هم واریږي چی د اټومي کوپړیو د انتقال وړتیا لري.

د بیلروس ددفاع وزارت ویاند ولادي میر مکاروف وايي: داکتوبر په ١٧ – مه د نظامی تمرینونو یو نوی پړاو پېل کېږي؛ په دې کې به موږد عملیاتو اوقواو د تمرین هغه کړندود معلوم کړو چې پر روسیه اوبیلروس د تیري او برید د مخنیوي لپارهنظامی عملیات په څه ډول ترسره شی.

خونظامی تحلیل گران وایي په دې تمرینونو کې پر دوو خیالي هېوادونو چې پولنډ او لېتوانیا ته ورته والی لري، د برید تقلیدي عملیات هم شامل دي. روسېې د جورجیا اوکرایمیا له نیولو نه مخکې هم دېته ورته نظامی تمرینونه کړي وو.

د دفاع اوامنیت د نړۍ وال مرکز غړی کې لف سټایسکو وايي: موږ څلورکاله او اته کاله مخکې هم نظامی تمرینونه ولیدل؛ موږ ته دا څرگنده ده چی دوی واقعا د څه لپاره تمرین کوي. که څه هم رسما بل څه وايي. پوښتنه داده چې د چا په مقابل کې دفاع کوي. موږ ته دا عملیات څرگند تهاجمي نوعیت لري چې د بالتیک او پولنډ خلاف به وي.

د ا یستونیا تحلیل گر کې لف ستایسکو زیاتوي پکارده بیلروس د ناټو ترغړیو هېوادونو د روسېې د تهاجم نه زیاته ویره ولري، ځکه مسکونه غواړي لویدیځ متحدین وپاروي. خو بیلروس ته د خپلو عسکرو د لیږلو لپاره پلمه جوړولی شي.

کې لف سټایسکو وايي: مثلا روسیه به ووايي چې متحدینو خپلې قواوې په بالتیک اوپولنډ کې ځای په ځای کړې دي؛ نوموږ ېې په بیلروس کې ځای په ځای کوو، ځکه هغه زموږ متحد دی. په دې توگه به داسې ښکاره شي چې دا د روسېې ځواب دی، نه بل تهاجم.

د بیلروس د دفاع وزارت ویاند وايي چې دروسېې د قواو شمېر چې په دې گډو تمرینونو کې برخه اخلي، د ځايی اوو زرو قواونه ډیر کم دی.

د بیلروس ددفاع وزارت ویاند ولادي میر مکاروف وویل: د تمرینونو په پیل کې د روسیې د قواو ټول قطعات چې د بیلروس په خاوره کې ځای په ځای شویدي، درې زرو عسکرو ته رسیږي، نور قطعات به رانشي.

د٢٠١٧ کال کې د زاپاد نظامي تمرینونه د سپتمبر په شلمه پایته رسېږي. تردې لامخکې روسیه له مهال ویش سره سم له چین سره د دوشنبی په ورځ زمکني او سمندري تمرینونه په خپل ختیځ ساحل کې پیل کوي.

روسېې او چین تردې مخکې هم د روسیې په بالتیک سمندرگي کې د جولای په میاشت کې سمندري تمرینونه وکړل.