په باکو کې د آزداۍ رادیو پر دفتر د آذري څارنوالانو برید

د آزادې اروپا رادیو - رادیو آزادۍ د یوې منبع په وینا د څارنوالۍ شاو خوا لسو تنو مامورینو په باکو کې د آزادۍ رادیو د سیمه ییز دفتر له کارکوونکو وغوښتل چې ورته هغو صندوقونو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي چې د دفتر د کارکوونکو اسناد په کې موجود دي.

د آذربایجان د څارنوالۍ مامورینو ویلي دي چې هغوی د محکمې حکم له ځانه سره لري چې په باکو کې د رادیو آزادۍ سیمهییز دفتر وتړي.

د آزادې اروپا رادیو - رادیو آزادي د آذري څارنوالانو له قوله ویلي دي چې دا پلټنه د هغو ارزونو یوه برخه ده چې ددې رادیو په اړه ترسره کیږي چې له بهر څخه تمویلیږي.

د دغه دفتر رئیس ( نیناد پي ییچ) دغه چاپه « د هر بین المللي تعهد او اصل نه چې آزربایجان یې د عملي کولو وعده کړې، ښکاره سرغړونه وبلله.»

هغه امریکا غږ ته وویل چې د د ولتي څارنوال د دفتر چارواکو د ده د دفتر نه زیات شمېر اسناد واخیستل او د مامورینو نه یې پوښتني او تحقیقات پیل کړل.

هغه داسي وویل« زموږ هیڅ ډول تور او خطا یې راته ونه ویل. هغه څه چې موږ یوازي په پوه شوي یو هغه دادي چې دوی وایي چې موږ ستاسي کارونه معلوموو. فقط همدومره... موږ فکر کوو چې هغوی به د کارکونکو نه د هغوي د کارونو په اړه پوښتني وکړي، شاید د معاشونو پوښتني او داسي نوري پوښتني به وکړي، چې دا ټول زما په نظر هیڅ مهم نه دي، ځکه چې چارواکي هغه څه وایي چې غواړي یې.»

( پي ییچ) وایي چې دا کار د داسي حکومت لپاره د حیرانتیا وړ نه دی چې د مطبوعاتو په مقابل کې یې خپله دښمني څرگنده کړې ده، او په تیرو درو کالو کې یې هر کال لږترلږه ٢٠٠ تنه ژورنالیستان بندي کړي دي.

د آذربایجان د څارنوالی دفتر د اسوشیتید پرس آژانس ته ویلي دي چې دا پلټنه د "ستر جنایت " په اړه ترسره شوې ده، خو هغوی په دې هکله نورې څرگندونې ونه کړې.

د همدې میاشتې په پیل کې یوې آذرۍ محکمې د آزادې اروپا د رادیو یوه ژورنالیسته دوه میاشتې په دې تور توقیف کړه چې هغې پر یو شخص فشار اچولی و چې خود کشي وکړي.

امریکایي مقاماتو د خدیجه اسماعیلوا سمدستي آزادیدل غوښتي او ویلي یې دي چې دا اقدام د هغو هڅو یوه برخه ده چې د آذربایجان حکومت غواړي د انتقادونو مخه ونیسي او د مطبوعاتو آزادي سلب کړي.

د آزادې اروپا رادیو – رادیو آزادۍ نشراتي رئیس نیناد پیجج، وایي د اسماعیلوا په وړاندې دا "ظالمانه" اقدام د دې ژورنالیستې د خاموشولو د دوه کلن کمپاین یوه برخه ده چې هغې د حکومت د اداري فساد او په آذربایجان کې د بشري حقونو د تیریو په هکله تحقیق کاوه.

د آزادۍ رادیو د رپوټ له مخې د آزادۍ رادیو د آذربایجان د څانگې رئیس کنعان علییف ویلي دي چې په باکو کې د آزادۍ رادیو پر سیمه ییز دفتر باندې د آذري څارنوالانو برید په دې هیواد کې د وروستۍ مستقلې خبرې سرچینې د تړلو یوه هڅه ده.

ښاغلی علییف وایي " په باکو کې زمونږ د دفتر کار په ټپه دریدلی دی. دا په آذربایجان کې د رسنیو او غیر دولتي سازمانونو ضد کمپاین لړۍ ده چې زمونږ د خپرونو د چلوونکې خدیجه اسماعیلوا نیول هم په کې شامل دي. مونږ دې موضوع ته د آزادو رسنیو ضد کمپاین د یوې برخې په سترگه گوروو.

د امریکا د براډکاسټینگ د گورنرانو د بورډ رئیس ( جیف شیل) د آزربایجان د حکومت نه وغوښتل چې دغه دفتر دې ژرترژره بیرته پرانیزي.