په امریکا کې د بایډن محبوبیت زیات شوی – نظرپوښتنه

د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن محبوبیت یو څه ښه شوی، خو د اقتصاد د مدیریت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

دا نظرپوښتنه چې د رویټرز او ایپسوس بنسټ لخوا په ګډه ترسره شوې، ښیې چې د ښاغلي بایډن ملاتړ تیره میاشت د متحده ایالاتو د پور د حد د لوړولو په اړه د جمهوري غوښتونکو سره د تودو خبرو اترو وروسته له ۴۰ څخه ۴۱ سلنې ته لوړ شوی دی.

خو د انفلاسیون د لوړې کچې او د بانکي سود د نرخونو د زیاتوالي په ګډون چې د کورونو او موټرو پیرودلو لپاره یې پورونه خورا ګران کړي دي، اقتصاد لاهم د امریکایانو لپاره ترټولو لویه اندیښنه ده.

د پور د حد د زیاتوالي په اړه موافقه شاوخوا دوه اونۍ دمخه د ولسمشر بایډن او د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې رئیس کیون مک کارتي ترمنځ د څو میاشتو ځنډ وروسته پای ته ورسیده.

دا قانون د پیسو نویب نه ټاکي، خو حکومت ته به اجازه ورکړي چې د خپل څه دپاسه ۳۱ ټریلیون ډالرو پور کې زیاتوالی راولي او د کریډیټ له راټیټیدو، او د اقتصاد د احتمالي کسر او د ملیونونو دندو له لاسه ورکولو څخه مخنیوی وکړي.

د رویټرز او ایپسوس بنسټ لخوا ترسره شوې ګډه نظرپوښتنه ښیې چې یوازې ۲۷ سلنه امریکایان د استازو د جرګې د رئیس په توګه د مک کارتي مدیریت تائیدوي.

د دې سروې له مخې شاوخوا ۵۶ سلنه ګډون کونکي اوکراین ته د زیاتو وسلو او مالي مرستو د استولو ملاتړ کوي. د روسیې له پوځي یرغل وروسته له اوکراین سره د امریکا امنیتي مرستې ۳۷،۶ میلیارد ډالرو ته رسیلدلي دي.

خو په سروې کې د دواړو سیاسي ګوندونو ترمنځ د اوکراین لپاره ملاتړ برابر نه و. ۷۳ سلنه دیموکراتان او ۴۴ سلنه جمهوري غوښتونکي اوکراین ته د لا زیاتو مرستو د استولو پلوي دي.

دغه سروې له ۱۰۵۶ امریکایانو څخه د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې.

په امریکا کې زیاتره رایه ورکوونکي د ځانګړي ګوند پلوي دي او د ډیموکراټ یا جمهوري غوښتونکي ګوند استازي ته د خپل ګوندي پیوستون له مخې رایه ورکوي.