جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړ

د متحدو ایالتونو د منځمهاله ټاکنو یوه اوونۍ وروسته، جمهوري غوښتونکي ګوند د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د ۲۱۸ چوکیو په ترلاسه کولو سره د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړ.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن جمهوري غوښتونکو ته ددې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې غواړي له هغوی سره همکاري او د امریکا خلکو ته خدمت وکړي.

د سپینې ماڼۍ په بیانه کې د بایډن په حواله راغلي چې د تیرې اوونۍ ټاکنو په امریکا کې د دیموکراسۍ قدرت او انعطاف ښکاره کړ. په امریکا کې د خلکو اراده تل بریالۍ ده.

ښاغلي بایډن زیاته کړه:" زه رهبر مکارتي ته د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ډیرو رایو د ترلاسه کیدو له امله مبارکي وایم او کارګرو کورنیو ته د ښو پایلو د وړاندې کیدیو په هدف د مجلس له جمهوري غوښتونکو سره کار کولو ته چمتو یم."

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس جمهوري غوښتونکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۵ کیون مکارتي د مجلس د ریاست لپاره معرفي کړ.

ښاغلي بایډن په بیانیه کې ویلي:"د امریکا خلک له موږ څخه غواړي چې هغوی ته کار وکړو. هغوی له موږ غواړي پر هغو مسایلو چې ورته مهم دي، د هغوی د ژوند د ښه کیدو لپاره تمرکز وکړو. زه به له هر چا سره چې جمهوري غوښتونکی یا دیموکرات وي او له ما سره کار کولو ته علاقه مند وي، کار وکړم څو هغوی ته مثمره نتیجه رامنځ ته شي."

تر اوسه د استازو د مجلس د ټولو چوکیو ګټونکي اعلان شوي ندي خو د رایو شمیرنه ښکاره کوي چې جمهوري غوښتونکو تر اوسه د استازو په مجلس کې ۲۱۸ چوکۍ ترلاسه کړي دي.

د امریکا د استازو مجلس ۴۳۵ چوکۍ لري او هر ګوند چې ۲۱۸ چوکۍ او یا تر هغه زیاتې ترلاسه کړي، اکثریت ګټي او د مجلس رئیس او د کمیتو مشران ټاکي.

بلخوا په نوادا ایالت کې د ټاکنو د نتایجو له اعلان وروسته، دیموکراتانو ۵۰ چوکۍ ترلاسه او په سنا کې یې خپل اکثریت وساته.

د امریکا سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري او ددې مجلس د رای ګیري د قانون له مخې، د ولسمشر مرستیال یا مرستیاله هم د رایې ورکولو حق لري او له همدې امله دیموکراتانو په سنا کې خپل اکثریت وساته.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې چې د نومبر په اتمه نیټه ترسره شوې، کاندیدانو په ۵۰ ایالتونو کې د استازو مجلس د ټولو ۴۳۵ چوکیو لپاره سیالي وکړه او د سنا د ۱۰۰ چوکیو له جملې څخه ۳۵ رقابت ته وړاندې شوې وې.

له تاریخي اړخه، د امریکا د برحاله جمهورو رئیسانو اړوند ګوندونه په خاص ډول په منځمهاله ټاکنو کې لویې ماتې خوري. خو په یو شمیر برخو کې د دیموکراتانو بیا بریا، ددې لامل شوه چې د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د پریکنده اکثریت مخه ونیول شي.