په متحده ایالاتو کې د ټاکنو پایلو چهارشنبې نومبر شپږمه (لړم ۱۶) وښودله چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له ډیموکراتانو څخه د سنا په مجلس کې اکثریت ګټلی دی. جمهوري غوښتونکي په تیرو څلورو کلونو کې په سنا کې اقلیت وو او وروستي بري یې ددغه ګوند دا هڅې پیاوړې کړي چې د دولت په ټولو برخو کې واک په خپل لاس کې واخلي.
له دې بري سره راتلونکی جمهوري غوښتونکی ولسمشر به وتوانیږي چې د خپلو تګلارو په پلې کولو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.
د لویدیځې ویرجینیا ایالت والي جیم جسټیس توانیدلی چې په سنا کې ددغه ایالت څوکۍ وګټي. له دې وړاندې منځلاري جو مینشن دغه څوکۍ لرله او د ډیموکراتانو په حق کې یې رایه ورکوله.
په اوهایو ایالت کې برني مورینو چې ټرمپ یې ملاتړ اعلان کړی و او پلار یې د کولمبیا په حکومت کې لوړپوړی چارواکی و، توانیدلی چې خپل ډیموکرات سیال شیروډ براون ته ماتې ورکړي او په سنا کې ددغه ایالت څوکۍ وګټي.
فاکس او اې بي سي خبري شبکو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو بری وروسته له هغه اعلان کړ چې د نبراسکا په ایالت کې جمهوري غوښتونکې سناتورې ډیب فیشر د داسې سختې سیالۍ په پایله کې چې تمه یې نه کېدله، یو خپلواک کاندید ته ماتې ورکړه.
د ټکزاس ایالت سناتور جان کورنین چې ټاکل شوې د جنوري په میاشت کې د سنا د اکثریت مشر شي، په یو بیان کې وویل: "زه سترګې په لار یم چې له ولسمشر ټرمپ او نوي محافظه کار اکثریت سره د امریکا د عظمت او د سنا د یو ځل بیا اغیزمن کولو لپاره کار وکړم "
د جسټیس او مورینو له بریا سره جمهوري غوښتونکي توانېدلي چې په سنا کې د ډیموکراتانو ۵۱-۴۹ اکثریت پای ته ورسوي او سترګې په لار دي چې په مونټانا، ویسکانسن او پنسلوانیا کې د خپلو کاندیدانو د بري په صورت کې په سنا کې خپل اکثریت نور هم پراخ کړي.
ډیموکراتانو تمه لرله چې ټکزاس او فلوریډا ایالتونو کې د بري سره خپلې ماتې جبران کړي خو په دغو دواړو ایالتونو کې برحال جمهوري غوښتونکي سناتوران توانېدلي چې په اسانه ټاکنې وګټي.
که جمهوري غوښتونکي پاتې څو څوکۍ هم وګټي نو د سنا د ۱۰۰ څوکیو ۵۵ به ترلاسه کړي، نو ټرمپ ته به د خپلو کورنیو تګلارو د پلې کولو او د سترې محکمې د قاضیانو د ټاکلو په برخه کې لوی ځواک ورکړي.
د ټاکنو په پایله کې، د مریلنډ ایالت ډیموکراتې انجیلا السوبروکس او د ډلاویر ایالت ډیموکراتې لیزا بلنټ په سنا کې څوکۍ ګټلي دي. دا په تاریخ کې لومړی خل دی چې دوه تور پوستې میرمنې په یو وخت په سنا کې غړیتوب لري.
تراوسه د څه باندې ۲۰۰۰ سناتورانو له جملې څخه، د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس په ګډون یوازې درې یې تورپوستې ښځې وې.
د سیاسي او اقتصادي چارو د څار ادارې "اوپن سیکریټس" د معلوماتو له مخې، روان کال کانګرس ته د کاندیدانو پر انتخاباتي مبارزو ۱۰ میلیارد ډالر لګېدلي چې ددې کال د ولسمشرۍ د ټاکنیزو مبارزو له لګښت څخه نږدې دوه چنده زیاتوالی ښيي.
د کانګرس د استازو په مجلس کې بیا ډیموکراتان د اکثریت د ګټلو لپاره اړ دي چې له جمهوري غوښتونکو څخه څلور څوکۍ ګټي.
د استازو د مجلس لپاره په ټاکنو کې د ډلاویر په ایالت کې سارا مکبرایډ توانېدلې چې خپل جمهوري غوښتونکي سیال جان والن دریم ته ماتې ورکړي. مکبرایډ لومړنۍ ښکاره نرښځۍ سیاستواله ده چې په کانګرس کې څوکۍ ترلاسه کوي.