راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا خیریه لوبه کې ګډون کوي

راشد خان د کرکټ د ۲۰ اورونو د لوبو اول بالر دی

د کرکټ نړیواله شورا وايي راشد خان به هم د ویسټ انډیز خلاف په خیریه لوبې کې لوبیږي.

د کرکټ نړیواله شورا د نړۍ ۱۱ پخوانيو او اوسنيو لوبغاړو څخه یوه لوبډله جوړوي چې ورلډ ایلیون نومیږي. د راشد خان تر څنګ د بنګلدېش شکیب الحسن، تمیم اقبال، شاهد اپریدی او د نړۍ نور لوبغاړي هم دغې لوبډلې ته غوره کړل شوي دي.

د ویسټ انډیز او ورلډ ایلیون ترمنځ د ۲۰ اورونو دا لوبه د بلې میاشتې مۍ په ۳۱ د کرکټ په مشهور لوبغالي لارډز کې کیږي.

راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي دي چې په دغې لوبډلې او د د لارډز په لوبغالي کې لوبه کول " زما او زما د هېواد لپاره ویاړ" دی.

د دغې لوبې هدف دا دی چې د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ ته مالي مرسته ټوله شي. تېرکال په ویسټ انډیز کې بارانونه وشول، بادونه والوتل، سیلابونه راغلل او د ویسټ انډیز د کرکټ ځینې میدانونه یې زیانمن کړل.

د کرکټ نړیواله شورا غواړي چې د دغې لوبې د ټکټونو، اعلانونو او نورو ټولېدونکیو پیسو باندې دغه زیانمن شوي میدانونه بیا ورغوي.

راشد خان له خلکو غوښتي چې ټکټونه واخلي او د دغو لوبو لیدو ته ورشي. د مشرانو د ټکټ بیه ۲۰ پاونډه او ماشومانو د ټکټ بیه ۱۰ پاونډه ټاکل شوې ده. د کرکټ د نړیوالې شورا د ورلډ ایلیون لوبډلې کپټان د انګلنډ لوبغاړی مورګن دی.

یو وارې مخکې شاپور ځدراڼ هم په داسې یوې لوبې کې د افغانستان استازیتوب کړی و.