“موږ عراق ته په تلو کې تیر وتلي وو خو ما هیڅکله ندي ویلي چې زموږ ورتګ افغانستان ته تیروتنه وه. افغانستان پاکستان ته نږدی دی. تاسو باید د (پاکستان) د اټمي وسلو په اړه ډیر محتاط واوسئ. تر څه د اټمي وسلو پورې تړلي دي. که اټمي وسلې نه وي بیا لوبه بل ډول کیږي“. نور دلته ولولئ
"دا ښکاره خبره ده، که زه ولمسشره شوم، له افغانستان څخه به پام وانړوم. زه چې په لومړي ځل افغانستان ته ولاړم، یو سرتیري راته وویل، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې هیرې شوې لومړۍ کرښې ته ښه راغلاست. د هغه دې خبرې ماته ټکان راکړ. موږ ډېرې ستونزې لرو، چې باید حل یې کړو. زه پر داسې یو پلان کار کوم، چې له مخې به د سرتیرو له کورنیو او زخمي سرتېرو سره د هغوی اړتیاوو ته په کتو مرستې وشي، زه هڅه کوم هر هغه څه برابر کړم، چې هغوی ورته اړتیا لري." نور دلته ولولئ
"څرګنده ده چې موږ نغواړو چې طالبان ډیر واک ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې موږ په افغانستان کې باید يو څه امریکايي سرتیري پریږدو چې افغان ځواکونو ته اړین ملاتړ او روزنې ورکړي. د سپتمبر د ١١ د بریدونو په غبرګون کې ما په افغانستان کې د هغو ترهګرو د موندلو لپاره چې پر امریکا یې برید کړی و د زور نه د کار اخیستلو ملاتړ وکړ. زه خواښینی یم چې جمهور رئیس بوش له خپل واک نه سمه ګټه وانخیسته او د امریکا جنګي ځواکونه هلته ډېر پاته شول." نور دلته ولولئ