په لندن کې شاوخوا ۳۰۰زرو کسانو په یو لاریون کې په غزه کې د اروبند غوښتنه وکړه
په لندن کې د شنبې په ورځ نومبر ۱۱ شاوخوا ۳۰۰زرو کسانو په یو لاریون کې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه
لاریون کوونکو د فلسطینیانو په ملاتړ د فلسطین بیرغونه رپول
د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس تر برید وروسته نږدې هره اونۍ په لندن کې لاریونونه کیږي
د فلسطیني مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رئیس فیلیپ لازاریني ویلي چې د اسرائیل د بریدونو شدت ددې سبب کیږي چې زیانمن شویو فلسطینیانو یو نوی نسل رامنځته شي چې "ښایي تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، ډله ییزه وژنه باید بنده شي."
د اکتوبر د اوومې نیټې له برید وروسته اسرائیل هم پر غزه باندې د غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه څه دپاسه ۱۱زره تنه وژلي چې څه دپاسه ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. خو د غزې د مقاماتو دغه شمیرې په مستقله بڼه ندي تائید شوي.
ملګرو ملتونو په غزه کې "د ډله ییزې وژنې" پای ته رسیدل غوښتي او ویلي یې دي چې "ټوله سیمه په خاورو بدلول د هغو سختو جنایتونو ځواب ندی چې حماس ترسره کړي."
د لندن د پولیسو یو ویاند ویلي چې د شنبې د ورځې په لاریون کې ۳۰۰ زرو کسانو برخه اخیستی
پر اسرائیل باندې د حماس په برید کې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس سخت دریځو شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د ملکي وګړو بد وضعیت ته په اشارې ویلي چې "ډېر فلسطینیان وژل شوي؛ په دې وروستیو اونیو کې ډیر زیات کسان رنځیدلي."
د اسرائیل صدراعظم په غزه کې د بمباریو د درولو په اړه د فرانسې د ولسمشر مکرون د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې پدې شخړه کې د ملکي وګړو د وژل کیدو مسؤلیت د حماس په غاړه دی او نړۍ باید حماس وغندي.
د لندن مظاهره چیانو د "آزاد فلسطین"، "اوس اوربند" او "اسرائیل یو ترهګر دولت دی" شعارونه هم ورکړل.
په نړیواله کچه د اوربند غوښتنه زیاته شوی او د نړۍ په زیاتو ښارونو کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لاریونونه شوي