د امریکا یوه خصوصي فضايي بیړۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) د فلوریډا د کینیډي فضايي مرکز څخه د سپوږمۍ په لور وتوغول شوه.
دا د یو خصوصي شرکت له لوري سپوږمۍ ته د تګ دوهمه هڅه ده. لومړۍ هڅه د جنوري په میاشت کې ناکامه شوې وه.
د "IM-1" په نوم دا فضايي بیړۍ د ټکزاس ایالت په "اینټوویټیو ماشینز" شرکت پورې اړه لري. ټاکل شوې ده چې دا لومړنی خصوصي شرکت شي چې فضايي بیړۍ یې د سپوږمۍ په سطحه کښیني.
سپوږمۍ ته د تګ د امریکا د اپولو ماموریت پنځه لسیزې وروسته، ټاکل شوې چې دا بیړۍ یو روباټ هم سپوږمۍ ته ولېږدوي.
دا بیړۍ په ځايي وخت د پنجشنبې د سهار په ۱:۰۶ بجو د سپېس ایکس شرکت د فالکن-۹ راکټ په مرسته وتوغول شوه او ټاکل شوې ده چې د فبروري په ۲۲مه د سپوږمۍ د جنوبي قطب په ۳۰۰ کیلومترۍ کې کښیني.
ناسا هڅه کوي چې په سپوږمۍ کې د اوبو لټون وکړي او په راتلونکي کې مریخ ته د تګ په لار کې، سپوږمۍ د تمځای په توګه وکارول شي.
دا مطلب هم ولولئ ناسا ۵۰ کاله وروسته سپوږمۍ ته انسانان استوي؛ نومونه یې اعلان کړلد امریکا فضايي ادارې (ناسا) په دغه بیړۍ کې سپوږمۍ ته د ساینسي څېړنو د وسایلو د لیږدولو په بدل کې د "اینټوویټیو ماشینز" شرکت ته ۱۱۸ میلیون ډالر ورکړي دي، ترڅو سپوږمۍ ته د ستورمزلو د تګ په وړاندې د ممکنه خطرونو په اړه روڼتیا رامنځته کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه ستورمزي له ۲۰۲۶ وروسته سپوږمۍ ته لاړ شي.
وروستی ماموریت د ناسا د هغو هڅو برخه بلل کیږي چې سپوږمۍ ته د وسایلو د لیږدولو چاره خصوصي سکتور ته وسپاري او سپوږمۍ ته د تګ راتګ په برخه کې اقتصادي بازار وده وکړي.
تر اوسه پنځه هېوادونه توانېدلي چې د سپوږمۍ سطحې ته فضايي بیړۍ ورسوي او امریکا یوازنی هېواد دی چې ستورمزلو یې پر سپوږمۍ پل ایښی دی.