واشنگټن پوسټ: امنیتی اندیښنو د افغانستان پارلماني انتخابات خطر ناک کړي

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکي چې په دې نږدې وخت کې د کندهار په انتخاباتي مبارزه کې د افغانستان د پارلمان غړي خالد پښتون له ځان سره د انتخاباتو پوسترونه او څه لیکلي پاڼې راوړي خو ددې تر څنگ ورسره ١٥ ځان ساتونکی چې په ټوپکو او تومانچو سنبال وو هم راغلي وو.

ورځپاڼه لیکي خالد پښتون چې غواړي ځان په انتخاباتو کې کاندید کړي داسې فکر کوي چې د طالبانو، جنگسالارانو، او قاچاقبرانو له خوانه په نښه شويدی؛ او د هغوی مقصد دادی چې د سپتمبر په ١٨مه باندې چې د انتخاباتو ورځ ده پوره گډوډي جوړه کړي.

واشنگټن پوسټ ليکي چې تر اوسه پورې دری کاندیدان وژل شويدي.

د شنبې په ورځ په هرات کې د یاغیانو له خوا نه د یوه کاندید پر کاروان ناڅاپې حمله وشوه او د هغه ورور پکې ووژل شو.

دا یوازې د پارلمان کاندید خالد پښتون ندی چې دی کار ته پرېشانه دی بلکه هغه کسان چې هغه ته دراېو اچولو لپاره راځی هغوی هم اندېښمن دی.

ورځپا‍ڼه د خالد پښتون له قوله لیکي چې زه د ټوپک له جگړې نه وېره نلرم، موږ خپله دفاع کولی شو خو زه د ځان مرگه حملونه بېرېږم.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکي د حکومت مخالفو ډلو، په ټول افغانستان کې خصوصا په جنوب او ختیځ کې په ډاگه او پوره جسارت باندې، حملی کړيدي. د همدغو بریدونو په سبب ډیر کاندیدان بېرېدلي دي.

ورځپاڼه ليکي چې د افغانستان د ولسی جرگی د ٢۴٩ چوکیو لپاره تقریبا ٦٨٣٥ انتخابي حوزې خلاصیدلې خو تیره اونۍ د انتخاباتو چارواکیو اعلان وکړ چې ٩٣٨ انتخاباتي حوزې به د انتخاباتو په ورځ د امنیتي دلایلو له امله بندې وي.

په دې توگه به د افغانستان د ١٣ ملیونه راېو ورکوونکیو له جملی نه ١،٥ ملیونه یې په رایو اچولو کې برخه وانخیستلی شي.

د انتخاباتو چارواکی وايی چی داکار دهغوی دهغی ستراتېژی ضمنی تاوان دی چې هغوی غواړی د زېات تقلب مخه ونېسی.

رپوټ وايی چی د جمهوری رېاست په انتخاباتوکې همداسی پراخه تقلب شوی و او هغه ادعاگانی چې دتقلب په برخه کې شوې په هغوکې درشوت اخېستلو او په راېو اچولو کې د پراخه ټکی الزامونه شامل وو.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه د ذکرېا بارکزي له قوله چې دانتخاباتو دمستقل کمیسیون د ریاست مرستیال دی لېکی چې هغه وايي هغه درسونه چې موږ له تېرو انتخاباتونه زده کړل هغه دادی چې په کومو ځاېونو کې چې امنېت نه وي؛ دهغو کسانو لپاره فرصت برابروی چې د ټگۍ او درغلۍ په کارونو کې لتاړ شی.

واشنگټن پوست لېکی بارکزي وعده وکړله چې د ا انتخابات چې په تېر پسرلی کې معطل شوی وو که څه هم اوس ډېر کاندیدان بېا وايی چې وځنډول شی؛ خوسره له دې به هم بله میاشت انتخابات وشی.

د انتخاباتو کمیسیون د رایو اچولو امنېت ښه کړېدی؛ د مامورینو د سابقې سپړنه او څیړنه یې هم ښه کړېده.

هغوی د تقرېبا دهغو ٦٠٠٠ زرو کسانو لېست جوړ کړېدی چې په تېرکال کې په ټگی اوبرگی کې لتاړ وو. هغوی ته به اجازه ورنکړل شی چې بیا پکې برخه واخلي.

واشنگټن پوست په پاې کې لیکي چې ښاغلی بارکزي وویل د دوی مقصد دادی چې لږ تر لږه څلویښت فیصده رایې ورکوونکي انتخاباتي حوزو ته راشي او د تقلب اندازه لس فیصدو ته راکمه کړي شي.