مایک پمپیو: امریکا غږ د ازادۍ د نیزې څوکه ده 

مایک پمپیو د امریکا غږ مرکزي دفتر ته راغلی و

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۲) په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ مرکزي دفتر لیدو ته راغی.

هغه په خپلو خبرو کې د امریکا غږ کارکوونکي وستایل او وویل چې امریکا غږ داسې یوه منبع ده چې د نړۍ د میلیونونو انسانانو غوږونو ته حقایق رسوي. هغه وویل، «امریکا غږ د ازادۍ د نیزې څوکه » ده.

نوموړي وویل چې د امریکا غږ خپرونې په ۱۹۴۲ میلادي کې له دې ژمنې سره پیل شوې چې « خبرونه ښایي بد وي او ښایي ښه وي، خو موږ به تاسو ته حقیقت وایو».

هغه وویل چې یو مهال هغه نشو کولی چې غربي او شرقي جرمني‌ ته ولاړ شي، خو امریکا غږ هلته وه او میلیونونه داسې انسانان شته چې موږ یې نه پېژنو خو امریکا غږ یې اوریدله او اوري.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې په دغو خلکو کې داسې کسان هم وو چې حکومتونو به یې له درواغ ویلو پرته بل څه نه خپرول، خو هغوی به غوښتل چې حقایق واوري او امریکا غږ هغوی ته دا حقایق رسول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا غږ ماموریت بې پرې، دقیق او جامع دی او د امریکا نمایندګي کوي، خو نوموړي د امریکا غږ پر ادارې انتقاد وکړ چې له سړې جګړې وروسته یې ونشوه کولی نړۍ ته د امریکا د ارزښتونو په اړه معلومات ورسوي.

هغه وویل چې د نړۍ د رسنیو په اړه چې امریکا غږ یې هم یوه برخه ده د متحدو ایالتونو ماموریت دا دی چې د ازادۍ او دموکراسۍ په ننګ نړیوالو ته معلومات ورسوي‌ او روابط‌ ټېنګ کړي.

هغه زیاته کړه چې د دغه ماموریت هدف د ازادۍ او دموکراسۍ خپرول دي او دا هغه څه دي چې امریکا تعریفوي او نړۍ د ازادۍ لپاره تر بل هر وخت زیاته د امریکا غږ شفاف او لوړ غږ ته اړتیا لري.

دلته د ښاغلي پمپیو وینا وګورئ

ښاغلي‌پمپیو زیاته کړه چې دا خبره به له حقیقت څخه لېرې نه وي چې د امریکا غږ نړۍ ته ووايي چې د امریکا متحده ایالات یو داسې عظیم ملت دی چې نړۍ تر دې دمه نه دی لیدلی.

هغه وویل: «زه نه وایم چې د امریکا تېروتنې له پامه وغورځوئ. هغه هم ومنئ».

ښاغلي پمپیو دا خبره هم وکړه چې د امریکا غږ ماموریت د دموکرسۍ، ازادۍ او نړۍ ته د امریکا د ارزښتونو ترویج دی او دا اداره کولی شي چې د نړۍ له پامه غورځېدلو سیمو کې هم د هغو خلکو غږ اوچت کړي چې څوک یې غږ نه اوري.

هغه په امریکا غږ کې د وروستیو تغیراتو په اړه وویل چې ولسمشر ټرمپ نغواړي دا اداره‌ سیاسي کړي بلکې د سیاسي کېدو مخه یې نیسي.

نوموړ زیاته کړه چې د امریکا غږ هره اونۍ په ۴۷ ژبو د نړۍ ۲۸۷ میلیون خلکو او هغوو ته چې غواړي ‌حقایق واوري،‌ حقایق رسوي چې ایرانیان، اوکراینیان، چینایان، هانګ کانګیان، اویغور او د وینزویلا او مالدووا وګړي هم په کې شامل دي.

ښاغلي پمپیو له خپلو خبرو وروسته د روانو چارو په اړه د امریکا غږ د مرستیال ځینې پوښتنې هم ځواب کړې.

دا لومړی ځل و چې مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په واشنګټن ډي سي کې د امریکا غږ مرکز دفتر ته راغی.