روغتیا پالان: په غزني کې د جومات په جومات واکسین کړنلاره اغیزمنه نه وه

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د غزني روغتیايي مسؤولین د جومات په جومات واکسین کړنلاره اغیزمنه نه بولي او وایي چې د دې کړنلارې په پلي کولو سره ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه رسیږي.

ډاکټر فضل احمد حنیف، په غزني کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول امریکا غږ ته وویل: " موږ چمتوالی نیولی و چې ۹۵ سلنه ماشومانو ته کور په کور واکسین ورکړو، خو د کړنلارې بدلون د دې لامل شو چې یواځې ۶۰ سلنه ماشومان واکسین شي."

ډاکټر حنیف وایي: "جومات په جومات کړنلاره له تخنیکي پلوه اغیزمنه نه ده او په کارولو سره ېې موږ نشو کولی خپلې موخې ته چې د پولیو بشپړه امحا ده، ورسیږو."

ښاغلي حنیف زیاته کړه: " د جومات په جومات واکسین په کړنلاره کې یوه ستونزه دا ده چې نارینه تل په کور کې نه وي، او میرمنو ته ګرانه وي چې ټول ماشومان جومات ته یوسي."

د نوموړي په وینا، د دې کړنلارې بله ستونزه دا ده چې په کلیو کې معمولاً جوماتونه له کورونو څخه زیات واټن لري او په آسانۍ سره د ماشومانو او میندو لپاره د لاسرسي وړ نه دي.

ډاکټر حنیف وویل: "که چېرې د پولیو ضد واکسین کور په کور تطبیق شي، موږ کولی شو په آسانۍ سره د ګوزڼ ناروغۍ ټغر له هیواد څخه ټول کړو."

د دې ترڅنګ، د غزني اوسیدونکي د واکسیناسیون د کمپاین له پیل څخه خوښ دي، خو له دې امله چې ماشومانو ته په منظم ډول واکسین نه رسیږي، اندیښمن ښکاري.

د غزني ښار اوسیدونکي، شبنم په دې هکله امریکا غږ ته وویل: " پخوا چې کله واکسیناتوران زموږ کورونو ته راتلل د ماشومانو د واکسین بهیر بریالی ؤ."

د نوموړې په وینا، کله به چې واکسیناتوران ونه توانیدل چې په ټاکلې ورځ د دوی کورونو ته راشي، نو په سبا به یې خامخا راتلل.

نوموړې زیاته کړه، د جومات په جومات واکسین کړنلاره ځکه ګتوره نده چې جوماتونه له کورونو څخه زیات واټن لري او ډیری میندې او ماشومان ورته رسیده ګي نشي کولی.

همدا رنګه د غزني اوسیدونکې ثریا وایي: " موږ ونشو کولی چې خپل ماشومان واکسین کړو، ځکه زموږ له کور څخه جومات لرې پروت دی او موږ خبر نشوو چې جومات ته واکسین راغلی."

د یادونې وړ ده چې کور په کور واکسین د نړۍ په کچه یوه بریالۍ کړنلاره ده، خو اوس چې په افغانستان کې په دی کړنلاره کې بدلون راغلی، خلک اندیښنه لري چې ماشومان ېې له واکسین څخه پاتې نشي.