د پولیو ضد مبارزه کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون ګټور دی – روغتیایي چارواکي

انځور: آرشیف

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وايي د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو ضد مبارزه کې د ښځینه واکسیناتورانو شتون ګټور ثابت شوی.

که څه هم چاپیریال کې د مثبتو سمپلونو شتون، د ختیځ زون د ځینو اوسیدونکو اندېښنې راپارولي، خو روغتیایي مسؤولین وایي چې یاد زون کې د پولیو ضد مبارزه بریالۍ ده، او ځانګړي پروګراومونه پکې پلي کیږي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په ختیځ زون کې د پولیو د لوړ ګواښ سربیره، د ښځینه واکسیناتورانو هڅې ګټورې ثابتې شوي، او په پایله کې یې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمیر راټیټ شوی.“

د نوموړي په وینا، په چاپیریال کې د مثبتو سمپلونو شتون ته په کتو سره، په ختیځو ولایتونو کې ځانګړي پروګرامونه پلي کیږي. پدې پروګرامونو کې ښځینه واکسیناتورانې د حجاب او محرم په لرلو کور په کور ګرځي او د هغو کورنیو ماشومان واکسینوي چې نارینه په کور کې موجود نه وي.

بل لوري ته، د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي هم د واکسین د تطبیق په بهیر کې د ښځینه واکسیناتورانو رول ګټور بولي، او د شمېر د زیاتوالي غوښتنه یې کوي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي، عابد شاه شینواري، امریکا غږ ته وویل: ”د ختیځ زون په ښارونو، ولسوالیو او کلیوالو کې د ښځینه واکسیناتورانو هڅو ښه نتیجه ورکړې، ځکه د پولیو واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو ته یې قناعت ورکړې، او ماشومان یې واکسین کړي.“

د ننګرهار ولایت بل اوسیدونکی، سالار زیرک، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”ختیځ کې د نارینه واکسیناتورانو په پرتله د ښځینه واکسیناتورانو شمېر کم دی. زه له عامې روغتیا وزرات او نړیوالو مرستندویه ادارو غواړم چې د ښځینه واکسیناتورانو شمېر زیات کړي، تر څو کور په کور وګرځي او هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

روغتیا پالان په ختیځو ولایتونو کې په چاپیریال کې د مثبتو سمپلونو شتون د ماشومانو د روغتیا لپاره ګواښ بولي، او له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.