کونړ کې د پولیو واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک شوي

د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

روغتیايي مسؤولین وایي چې دوی په کونړ ولایت کې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي.

سره له دې چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد مبارزه په جدي توګه روانه ده، خو روغتیايي مسؤولین وایي چې لا هم په کونړ ولایت کې یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي.

روغتیایي مسؤولین یادونه کوي چې دوی د پولیو ضد مبارزې په بهیر کې د عامه پوهاوي پروګرامونو ځکه ګړندي کړي چې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو ته قناعت ورکړي، چې خپل ماشومان واکسین کړي.

کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد مبارزې په وړاندې یو مهم خنډ د پولیو واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو شتون ده، او موږ هڅه کوو چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدو.“

د نوموړي په وینا، که څه هم د ختیځ زون په څلورو ولایتو کې کور په کور کمپاین ترسره شوی، خو په کونړ ولایت کې لا هم داسې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوي.

پدې وروستیو کې په ختیځو ولایتونو کې د مثبتو محیطي سمپلونو شتون او د پولیو ناروغۍ لوړ ګواښ ته په کتو سره، د یاد زون اوسیدونکي له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت له چارواکو غواړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه لا زیات کړندي کړي.

د کنړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي، ملیار، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو غواړو چې په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.“

د کنړ ولایت د مرکز اسعد آباد اوسیدونکي، دنیا ګل، بیا وایي: ”زموږ غوښتنه د عامې روغتیا وزارت او اړوندو ادارو څخه دا ده چې د ګوزن ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک کړي، تر څو د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر صفر ته راټیټ شي.“

د روغتیا وزارت او همکارو ادارو له لوري د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ټولنیزو فعالانو، ځوانانو او لوستو کسانو په همکارۍ هڅې روانې دي چې د پولیو واکسین څخه ډډه کوونکو کورنیو ته قناعت وړکړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.