ګوزڼ وهلی ځوان د نورو لاس نیوی کوي

معلولیت هیڅ کله نشي کولای چې د ژوند د پرمختګونو مخه ډب کړي.محمد هاشم هغه تنکی ځوان چې د پولیو یا ګوزڼ له امله یې یوه پښه زیانمنه شوې خو اوس په خپله په کابل کې د معلولینو او معیوبینو درملنه کوي..

محمد هاشم د پولیو یا ګوزڼ د ویروس قرباني، د دې تنکي ځوان کورنۍ شل کاله وړاندې په افغانستان کې د شته ستونزو له املهپیښور ته کډه شوي وه.

دی، د کډوالۍ د ستونزو ترڅنګ د یوکلنۍ پرمهال پاکستان په پیښورکې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس ښکارکیږي.

‫" په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال مونږ پیښور ته کډوال شولو، یوکلن وم چې یوه تبه راته پیدا شوې وه له یوې اونۍ وروسته راته د پښو د سست والي ستونزه پیدا شوه ، له څه مودې وروسته بیا ډاکټرانو معلومه کړه چې زه پولیو یا ګوزڼ ویروس وهلی یم"

که څه هم چې محمدهاشم له خپلې یوې معلولې پیښې څخه ډیر زوریږي خو د راتلونکي ژوند لپاره ګڼې هیلې لري.

نوموړی وایي،معلولیت د ژوند د پرمختګونو خنډ نشي‌ کیدای ،خو په دې شرط چې معلول کس له ژونده نا امیده نشي او لوړ همت ولري.

‫"معلولیت باید هیڅ کله د ژوند د پرمختګونو خنډ ونه ګرځوو یو معلول کولای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي یو معلول کولای شي ريس جمهور شي ، وزیر شي او بلاخره یو معلول کولای شي داکټر شي او خلکو ته خدمت وکړي"

محمد هاشم هره ورځ له کور کلي لرې په یوه ښکلي بڼ کې د خپل ټولګي درسونه پرمخ بیایي، نوموړی له یوې ستونزې زوریږي هغه داچې په افغانستان کې ډیر خلک معلول او معیوب کس ته د روغ انسان په پرتله لږ اهیمت ورکوي.

‫"که یو څوک د معلولیت ښکار کیږي، کیدای شي د هغه کس په ژوند دومره ډیر اغیز ونه ولري خو ستونزه په خلکو کې ده چې هغه ته په سپکه سترګه ګوري"

محمدهاشم د فیزیتراپۍ د څانګې د دریم کال محصل دی او ترڅنګ یې د سره صلیب د اورتوپیدي په مرکزکې د معلولینو او معیوبینو درملنه هم کوي.

نوموړی په ټولو هیوادوالو غږ کوي، ‌چې خپل ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، چې له دایمي معلولیت څخه وژغورل شي.

‫"زه له ټولو هیوادوالو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي پولیو یا ګوزڼ هیڅ علاج نه لري یواځې کیدای شي د واکسین له لارې یې مخه ونیول شي"

د راپورونو په اساس د پولیو یاګوزڼ د ویروس ترټولوزیات قربانیان واړه ماشومان دي. خو روغتیایي چارواکي ټینګار کوي ، ټول هغه ماشومان، چې عمرونه یې تر پنځو کالو پورې وي، باید د عامې روغتیا وزارت لخوا د پولیو یا ګوزڼ له کمپاینونو پاتې نشي او په ماشومانو کې د هرې وړې ناروغۍ د را پېښدو پرمهال سم دلاسه خپلو نږدې ورغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.