غوره شوي عکسونه

د نیویارک ښار په اسمان څکالو ودانیو د پنځلسمۍ شپې سپوږمۍ انځور
 

 د سوډان بې ځایه شوي خلک چې د کورنیو جګړو په پایله کې د خپلو مینو پریښودو ته اړ شوي دي. ځینې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د ګاونډي‌ چاد هېواد پر لوري روان شوي دي.

 

په چین کې سیلابونه

د دوو سوډاني جنرالانو، د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داګالو ترمنځ جګړه چې له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې روانه ده، د درنو مرګ ژوبلو برسیره، په سوډان کې د بنسټيزو خدماتو د له منځه تلو، د نا امنۍ فضا د رامینځته کیددو او خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوی دی
 

کابل- افغانستان: د قرآن کریم د زده کړې په ټولګیو کې د نجونو ګډون
 

په هند کې د "آدي" مذهبي جشن د نمانځنې یوه برخه
 

په هرات کې د طالبانو لخوا د موسيقۍ د الاتو سوځول

د غزني ولایت په خیرآباد سیمه کې ماشومان له ویجاړونکو سیلابونو وروسته د خپلو کورونو توکي راټولوي

 

د کاناډا او د امریکا د متحدو ایالتونو په سرحدي ځنګلونو کې اورلګیدنه

د جرمني د کُلن په کاتولیکې کلیسا کې د ماشومانو څخه د ناوړه ګټې اخیستلو د راپورونو تر خپریدو وروسته،‌ ددغه کلیسا پر وړاندې مظاهرې