د اونۍ غوره عکسونه

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو په لاهور کې د هغه د کور مخې ته له پولیسو سره اخ و ډب پر مهال.

د نجونو د تعلیم یوې فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسکار جایزو مراسمو په ۹۵مې دورې کې د افغانستان د پخواني شاه امان الله د میرمنې ملک ثریا غوږ والۍ په غوږ کړې وې.

د دیني مرکزونو وروستۍ شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو له بندیز راپدیخوا په مدرسو او د دیني زده کړو په مرکزونو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر زیات شوی دی. 

په فیض اباد کې د ورځني ژوند یوه څنډه

د هالیووډ سینما یوه ایرانۍ اداکاره شهره اغادشلو د اسکار د ۹۵مې دورې په مراسمو کې داسې جامو کې څرګنده شوه چې "ښځه، ژوند، ازادۍ" شعار پرې لیکل شوی وو

په پاراګوای کې د هغو غلا شویو موټرسایکلونو قبرستان چې له پولیسو لخوا نیول شوي

تایلند کې د مارچ دیارلسمه هر کال د فیلانو د ملي ورځې په توګه نمانځل کیږي چې پکې ځای ځای فیلانو لپاره ښې میوې او سبزیجات ایښودل کیږي او پارکونو کې د فیلانو  نندارې ته خلک راټولیږي. دغه ورځ د فیل د ورځې په نوم په کال ۱۹۹۸ کې اعلان شوه چې تر اوسه نمانځل کیږي.

'هر څه، هر ځای، په یوځل' فلم د اسکار د ۲۰۲۳ ډېرې جایزې وګټلې

د سوریې د ادلب ښار اوسېدونکي د بشارالاسد د حکومت پر ضد د پاڅون د ۱۲مې کلیزې په مناسبت د دغه ښار په مرکز کې راټول شوي .