د کډوالو نړیواله ورځ
د کډوالو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په تړاو د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې څه باندې شپږ میلیونه افغانان د جګړو، تاوتریخوالي او بې وزلئ له آمله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره وایي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې په نړۍ کې د بیځایه شویو کسانو شمیرر ۸۹ میلیونه و چې دغې جګړې سره شمیر ۱۰۰ میلیونو ته لوړ شوی.
په نړۍ کې د بیځایه شویو کډوالو شمیر ۱۰۰ میلیونه دی - ملګري ملتونه
د بخښنې نړیوال سازمان پر هېوادونو باندې غږ کړی چې د کډوالو د ژوند کولواو پناه غوښتلو په ګډون د هغوی اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو ودريږي.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې له دغو شپږ میلیونو څخه ۳.۵ افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي او ۲.۶ میلیونه یې نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. او وايي چې دغه حالت په ځانګړي ډول پر افغان مېرمنو او ماشومانو باندې ډیر ناوړه تاثیر کړی چې د بې ځایه شویو اتیا سلنه جوړوي.
د سوریې او ترکیې پر پوله د بیځایه شویو سوري کډوالو کمپ
د یونان په کاس ټاپو کې له سوریې څخه تازه راغلې مهاجره
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې په تېر اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د افغان کډوالو شمیر زیات شوی او افغانستان نن ورځ له کړکېچن بشري ناورین سره مخ دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې وایي چې اکثریت افغان په ګاونډیو هېوادونو کې له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن ندي.