د اونۍ د انتخابي عکسونو ټولگه

د کیپي وردي ټاپوگانو د سواحلو په اوبو کې سرف کوونکي یا د اوبو پرمخ تلونکي

 

په اتریش کې د ټوپ وهلو پر وخت د جاپاني سکي لوبغاړي ریویو کیوباشي انځور

هندي کب نیونکي د انچار په جهیل کې د کب نیونې پر وخت

په غزه کې یو فلسطینی د اسرائیلي قواو سره د مخامخ کیدو پر وخت خپل مخ پر بیرغ پوښلی

په سکاتلند کې د اور د نندارې یوه څنډه

 

د چین په یو شمال ختیځ ولایت کې پر کنگل شوي سیند باندې د بېړیو چلولو سیالي

د تایوان د یو غر په لمنو کې د یوې هلیکوپترې د بېړنۍ ناستې وروسته د ژغورنې ډله د پوځیانو په لټه بوخت دي

د سویس په واورو او یخې هوا کې قدم وهل

د جنوبي افریقا په دوربن ساحلي ښار کې د نوي میلادي کال د رخصتیو ورځې

په استرالیا کې د اورلگیدونو دوام

د کمبویا په یو ښار کې د کار وروسته د کارگرانو تفریح

د مقدونیې په شمال کې د نوي میلادي کال جشن