د امریکا او شمالي کوریا مشرانو سره ولیدل
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ اود شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون بلاخره سره وکتل
دواړو مشرانو د تړلو دروازو ترشا پداسې حال کې سره خبرې وکړې چې پرته له ترجمانانو څخه بل څوک په خونه کې نه وو
دواړه مشران ددغې لیدنې کتنې او د هغه له نتیجو نه خوښ ښکاریدل
د امریکا او شمالي کوریا پلاویو هم سره لنډه کتنه درلوده
د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون د یکشنبې په ورځ سینگاپور ته راغلی و
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د اوسیدنې د ځای پر وړاندې په سلگونو کسان راټول شوي چې د هغوی د هر حرکت شاهد واوسي
په سینگاپور کې جدي امینتي تدابیر نیول شوي
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د اوسیدو د ځای په شاوخوا کې امنیتي موانع ځای پر ځای شوې دي
پدغو دوو ورځو په پرله پسې توگه هره گړې په راپور ورکولو بوخت دي
د سینگاپور امنیتي قواوی یو خبریال پلټي
د سینگاپور د رسنیو مرکز د څو زرو خبریالانو کوربه دی
د سینگاپور پدغه رستوران کې د ترمپ-کیم برگر په ١٢ ډالرو پلورل کیږي
د سینگاپور هغه اشپز چې د ټرمپ - کیم برگر یې په پخلو لاسونو جوړ کړی دی
د کاپلا هوټل منظر چیرته چې جمهور رئیس ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون سره ولیدل
د کاپلا هوټل