د امریکا د دفاع وزیر د سپټمبر د ۱۱ بریدونو مشکوکو کسانو سره موافقه فسخ کړه

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن جمعه اګست دویمه ( زمري ۱۲) د خالد شیخ محمد او دوو نورو کسانو سره ددې وزارت لخوا شوی جوړجاړی فسخ کړ.

خالد شیخ محمد چې په متحده ایالاتو باندې د سپټمبر ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو اصلي طراح بلل کیږي، د دوو نورو کسانو سره د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی او تیره اوونۍ د دفاع وزارت ویلي و چې څارنولان د دې کسانو سره یوې موافقې ته رسیدلي دي.

د راپورونو پر اساس دریو واړو تورنو کسانو، خالد شیخ محمد، ولید محمد صلاح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الهوساوي پدې تفاهم کې په خپل جرم اعتراف کاوه او په بدل کې د اعدام د سزا له محکمې سره نه مخامخ کیدل.

دغه درې واړه تورن د ګوانتنامو په زندان کې ساتل کېدل او د دوی قضیه څو کالونه روانه وه.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د جمعې په ورځ میرمن سوزن اسکالیر چې د دې وزارت د جنګي محکمې چارو مشري یې کوله، پدې قضیې کې تر محکمې وړاندې جوړ جاړي ته د رسیدو څخه بې واکه کړله او دا مسؤلیت یې پخپلې غاړې واخیست.

ښاغلي آسټن په یو یاداشت کې لیکلي، " زما د صلاحیت سره سم، زه تر محاکمې وړاندې موافقې څخه په شا کیږم چې په سمدستي توګه د اعتبار وړ ده".

تېرکال څارنوالانو همدغسې یو وړاندیز کړی و، خو د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو په دې اړه د نظر اختلاف درلوده او ځینې یې اوس هم دغو تورنو کسانو ته د اعدام سزا غواړي.

دغه درې واړه د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې په لاس لرلو محکوم او تورن شوي ‌وو او بیا په ۲۰۲۱ کال کې هم محاکمه او تورن شول.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه دوې غبرګې مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له غبرګو ودانیو سره وجنګول شوې. په دغو بریدونو کې د راپورونو په اساس څه باندې ٢٩٠٠ کسان ووژل شول او ٦٠٠٠ نور ژوبل شول. امریکا د القاعده ډله، چې هغه وخت یې مشر په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کاوه، تورنه کړه چې دا بریدونه یې کړي دي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه او ځای ناستی یې ایمن الظوهري دوه کاله مخکې په کابل کې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.