په قطر کې د امریکایانو په وتلو موافقه وشوه- اکبر اغا

  • نوشابه آشنا

اکبر اغا د طالبانو پخوانی چارواکی دی

د طالبانو یو پخوانی چارواکی اکبرآغا وايي چې د قطر په مذاکراتو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د نورو پر ضد د افغان خاورې په نه کارولو توافق شوی دی.

د طالبانو پخواني چارواکي اکبرآغا امريکا غږ ته وويل "په اطمينان وايم چې په دواړو خبرو اتفاق شوې او ټولې خبرې مثبتې دي."​

د دوشنبې راهېسې په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ خبرې پيل شوي دي.

افغان حکومت چې په افغانستان کې د تل‌ پاتې سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پرمخامخ خبرو ټينگارکوي آیا طالبان به ورسره خبرو ته حاضر شي؟

اکبر اغا د امریکا غږ خبریالې نوشابې اشنا ته په یوې مرکې کې وويل "طالبانو فيصله کړې ده، هرکله چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په مسئلې باندې ډاډه شي، بیا به افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کيني."

له اکبر اغا سره پوره مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د اکبر آغا مرکه