د ماشومانو ساتنه دې د طالبانو سره خبرو کې مطرح شي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویلي دي چې د سولې د خبرو د پيلیدو سره دې د ماشومانو د ساتنې مسلې ته پام وشي.

د ماشومانو او وسله والو شخړو او جگړو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې آستاځې لیلا زروگي د افغانستان د حکومت نه غوښتي دي چې د طالبانو سره په خبرو کې دي د ماشومانو د حفاظت او ساتنې موضوع هم شامله کړي.

زروگي د افغانستان او طالبانو تر منځ د خبرو د پیلېدو له کبله د غبرگون څرگندولو په لړ کې ویلي دي چې «دا ډیر مهم او ضروري دي چې د دې خبرو د لومړي سر پیلېدو سره دې د ماشومانو د حفاظت مساله هم په پام کې ونیول شي.»

هغې وویل چې «د طالبانو او نورو وسله والو ډلو ایدیولوژۍ د ملگرو ملتونو سره د هغوی خبرې او همکاري بنده کړې ده، خو د طالبانو د آستازو سره د افغانستان د حکومت خبرې د دې موقع برابروي چې د دغې ډلې سره دې د ماشومانو په اړه مستقیمې خبرې وشي.»

طالبان، د حقاني شبکه او د حزب اسلامي ډله په افغانستان کې په ماشومانو باندي په دوامداره توگه تیری کونکي بلل شوي دي او دغه درې واړه ډلې د ٢٠٠٧م کال راپدېخوا د ماشومانو او وسله والو جگړو په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي له خوا په نړۍ والوکلنیو رپوټونو کې په همدې لیست کې نیول شوي دي.

زروگي د همدغو رپوټونو په اساس ویلي دي چې دغه ډلې په ماشومانو باندې د بمونو د انتقالولو او ایښودلو چارې ترسره کوي او ماشومان دې ته مجبوروي چې ځانمرگه حملې وکړي.